د مفسد په نامه ناول د ایمل پسرلي دریم ناول دی چې د چاپ په ګاڼه سمبال شوی دی. د مفسد ناول د افغانستان او په تېره د کابل د تېر شل کلن ژوند ښکلی داستاني انځور دی.
د مفسد په نوم د ایمل پسرلي نوی ناول په حقیقت کې د یوې جګړې ځپلې ټولنې انځور دی. کیسه په کابل کې د جنایي پېښو د تحقیق د یوه امر کیسه ده چې کاري ژوند یې له یوې دوه لارې سره مخامخوي. یا به مفسده کېږي او یا به د فساد په تور تورنېږي. د کتاب پر شاتنۍ پښتۍ د ناول له منځه یوه برخه داسې راغلې:
«په سیاست کې وفا نشته، په مفسدو خلکو کې رښتیا نشته. خو زه ولې او څرنګه مفسد وبلل شوم. ښايي یوازینی بلل شوی مفسد یم چې فساد مې نه دی کړی، یا شاید زه غلط یم، قضاوت یې پر تاسو چې زه مفسد یم که د سکرو په کان ورپېښ شوم له ټولو سره زه هم ککړ شوم. هسې دوړه وه که پوره سکاره و چې خیرن یې کړم؟ دلته هغه ټوله کیسه کوم چې څرنګه تر لویې څارنوالۍ راغلم.»
دا د ایمل پسرلي دریم ناول دی. تر دې وړاندې یې دوه نور ناولونه هم چاپ شوي وو. تراوسه د ایمل پسرلي درې ناولونه، د لنډو کیسو لس ټولګې او د ډرامو یوه مجموعه چاپ شوې ده.