افغانان لا هم د جمهوريت له هيښوونکي سقوط څخه په خود کې نه دي راغلي. ټول فکر کوي، چې طالبانو ته د ډګر پرېښوول او بیا پر افغانانو د طالبانو قبیلوي اصولو تحمیل او تر دې بدتره دا چې انزوا ته د هېواد ټېل وهل تر ټولو لوی خیانت او جفا ده، چې تر دې مه يې په ژوند کې لیدلې ده. خو له سقوط څخه راپورته شوی ټپ لا سم نه دی څرګند شوی. له سقوط څخه راپورته شوی زخم، ملا ماتوونکی فقر دی، چې افغانستان پکې په ډوبېدو دی. دا ټپ ورو ورو څرګندېږي. همدا اوس د خوراکي توکو بیې خورا لوړې شوې دي. دا بيې په داسې حال کې لوړې شوې، چې ډېریو کسانو کاروبار له لاسه ورکړی او هغوی چې لا پر دندو بوخت دي، معاش نه دی ورکړل شوی. دمګړۍ له بهرنیو مرستندویه بنسټونو څخه د افغانانو تر ټولو لویه غوښتنه، ډوډۍ ده. داسې څه چې فکر کوي، له طالبانو يې غوښتنه بېځایه ده. ښکاره خبره ده، چې دا اصلي غوښتنه د طالبانو د کار په لومړیتوبونو کې نشته.
د افغانستان اوسنی حالت د بشر د وروستیو کلونو تر ټولو بد وضعیت ښوول شوی دی. په دې دلیل چې قحطي عموماً د میلیونونو کسانو ژوند ننګوي. سیاسي او نظامي سقوط د دې سبب شو، چې په هېواد کې دننه سیاسي بنسټونه له یوه سره وپاشل شي. خیریه موسسې له افغانستان څخه ووتلې. بانکونه له پيسو د تشېدو په حال او په پایله کې له ماتې سره مخامخېږي. افغانۍ په بې مخینې توګه ټيټې شوې دي. د ټولنې منځنۍ پوړۍ چې په ټولنه کې د پیسو د ګردان اصلي عامل ده، د هېواد په پرېښودو ده. د خیراتمارو کتارونه ورځ تر بلې اوږدېږي. له دې سره سره، طالبان د نړیوالې ټولنې د ټولشموله حکومت غوښتنې پر وړاندې پاتې راغلې ده.
عمومي لوږه او قحطي د انساني لویې بلا یوه برخه ده، چې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته پر افغانانو نازله شوې ده. د بلا یا ناورین بله برخه پخپله طالبانو پر خلکو تحمیل کړې. سارايي محکمې، غچ اخیستنه، ډاګیز اعدامونه او جبر د طالبانو ورځنی کار دی. د ملګرو ملتونو د تازه راپور له مخې، «د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته ۷۲ کسان بې محکمې اعدام شوي دي». دغه بنسټ «۵۹ ناقانونه نیول ثبت او د هغو خلکو زیانمنول چې په حقوقي برخه کې کار کوي، روښانه کړي دي.»
طالبان تر بریا وروسته هم تورن او مجرمین نه نیسي او نه يې محاکمه کوي، د طالبانو غړي په مستقیمه او علني توګه هغوی اعداموي او د کوچنیو غلو مخونه ورتوروي او په بازارونو يې ګرځوي. د طالبانو د حاکمیت د څو میاشتو په بهیر کې، د داعش په نامه ډېر کسان نیول شوي او بې محاکمې وژل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې انساني ناورین – فقر، لوږه او بې روزګاري – مخ په پراخېدو ده. د طالبانو د سرپرست حکومت رییس الوزرا ویلي، چې د خلکو د اقتصادي ستونزو او لوږې حل په دوی پورې اړه نه لري. هغه په یوه تلویزیوني پيغام کې وویل، چې د اسلامي امارت د ځواکونو دنده جهاد و، چې ویې کړ، اوس د اقتصادي ستونزو او لوږې د حل لپاره باید خلک د خدای دربار ته لاسونه پورته کړي.
د رییس الوزرا د بیانیې پر اساس، د «امارت» کار له اقتصادي ننګونو سره مبارزه نه ده، خلک باید د خپلو ستونزو د حل لپاره پخپله لاس په کار شي. د ناوړه اقتصادي وضعیت او د ګټورې حلارې لپاره د څرګند لیدلوري د نشتوالي له کبله خلک له سختې بېوزلۍ سره مخامخ شوي او له هېواده د تېښتې په فکر کې دي. ان ځینو يې په غور، بلخ او فراه کې د ناوړه اقتصادي حالت او حللارې د نه موندلو له کبله ځانوژنه وکړه.
طالبان له اقتصادي ناورینه د هېواد د راایستلو کړنلاره نه لري. په حقیقت کې د امارت اډانه له اقتصادپوهانو او متخصصانو تشه ده. دولتي ادارې او مسلکي بنسټونه په وسله والو ځواکونو ډک شوي دي، چې د چارو په ترسراوي يې نه پوهېږي. اصلاً د خلکو د اقتصادي ستونزې حل د طالبانو په کاري لومړیتوب کې نشته. په همدې دلیل، په څلورو وروستیو میاشتو کې په دې برخه کې د هغوی له خوا لاسته راوړنه ثبت او خپره شوې نه ده.
د طالبانو پروګرام د هېوادنیو چارو دیني کول او د شریعت پلیتابه ده، چې د دغې برنامې د رښتیاینې لپاره يې تر ټولو ډېرې هلې ځلې او کوښښونه کړي دي. هغوی په دندو بوختې مېرمنې بې روزګاره کړې او فکر کوي، چې دا چاره یوه اسلامي او شرعي چاره ده. هغوی هغه مېرمنې چې په تېرو شلو کلونو کې يې خاوندان په ځانمرګو بریدونو او د هغوی په جهاد کې له لاسه ورکړي او اوس د کورنۍ سرپرستي ورله غاړې ده، له کوره بهر وتلو څخه راګرځولې دي؛ خو ظاهراً دا مېرمنې د کابل او نورو ولایتونو د نانواییو مخې ته د خیرات غوښتلو اجازه لري.