په افغانستان کې د لوږې په زیاتېدو د خیراتمارو شمېر ورځ تر بلې زیاتېږي. خیراتمار په هر ګام د هیلې او د یو څو پیسو د غوښتنې لپاره خپله لمن یا پلو لارویانو ته غوړوي؛ خو عام ولس او هغه څوک چې خوله او لاس يې چلېږي، هم د کاروبار د نشتوالي له کبله له اړمنو سره د مرستې لاس د پخوا په شان نه شي غځولی. په هېواد کې د خیراتمارو دقیقه شمېره نه ده معلومه؛ خو یوه خبره چې په ډاډ سره کېدای شي، دا ده چې شمېر يې د جمهوریت تر سقوط وروسته په بې مخینې توګه ډېر شوی دی. دوی په دې ساړه ژمي له دوو انتخابونو څخه باید یوه وټاکي. یا باید په ساړه ژمي او سیلۍ کې یبلې پښې ونه درېږي او په لوږه ویده شي یا باید د ډوډۍ غم وخوري. له لومړي انتخابه انکار له دویم هغه سره مرسته کوي. دمګړۍ تر واروې او باران لاندې په منفي نهه یا یوولس سانتي ګرېډ کې درېدل، د مرګ له منلو کم نه دي. دوی نه یوازې دا چې د سړو غم رااخیستي، بلکې خپلو بچیانو ته د یوې مړۍ ډوډۍ د پيدا کولو په غم پسې هم لالهانده دي.
تازه د ملګرو متلونو سازمان ویلي، چې د ژمي له پيل څخه په افغانستان کې بشري ناورین لا پراخ شوی او له دې اړخه یې ژوره اندېښنه ښوولې ده. دغه راز نړیوالو مرستندویه ادارو هم ویلي، که بېړني ګامونه پورته نه شي، ممکن روان ژمی شل میلیونه کسان له ترینګلي حالت سره مخ کړي او د ژوند او مرګ پر پوله به یې ودروي. که څه هم تر دې دمه نړیوالو مرستندویه ادارو او د خوړو نړیوال پروګرام د هېواد په بېلابېلو برخو کې له بېوزلو سره مرسته کړې او د دغه بشري بحران د کنټرول لپاره یې لاس غځولی؛ خو بیا هم د کاروبار نشتوالي او د مشروعیت ځنډېدل، خلک له مرګ او ژوند سره لاس و ګرېوان کړي دي. دغه سازمان تېر ۲۰۲۱ کال کې هم د بشري ناورین د پراخېدو د مخنیوي په موخه له افغانستان سره یو نیم میلیارده ډالره مرسته کړې او هڅه کوي، چې له ۲۲ میلیونه نورو اړمنو افغانانو سره هم مرسته وکړي. دا مرسته که څه هم د افغانانو دوزخي ژوند په جنت نه شي اړولی؛ خو د طالبانو اندېښنې – البته که د افغانانو د ژوندانه اندېښنه ورسره وي – یو څه کموي. تر دې وړاندې ملګرو متلونو د افغانستان بشري ناورین د دغه بنسټ په تاریخ کې تر ټولو لوی او ناوړه بشري ناورین بللی و.
په هېواد په ځانګړې توګه پلازمېنه کابل کې وضعیت له بدو بدتر دی. پر دغه بحران نژدې پنځه میاشتې اوړې او د هرې ورځې په تېرېدو سره لاس و پښې کوي. د اوسني ناوړه بشري بحران کنټرول د نړیوالو مرستندویه ادارو له بشري مسوولیته ورهاخوا، تر ډېره د طالبانو سرپرست حکومت ته ورګرځي. دا مسوولیت نه د اخلاقي او بشردوستۍ له اړخه، بلکې د یو واکمن په توګه د طالبانو د سرپرست حکومت دنده ده، چې حللاره یې پیدا او دې برخه کې کوټلي ګامونه واخلي.
د طالبانو تر واکمنېدو وروسته له نړۍ سره د افغانستان اړیکې په دې دلیل وشلېدې، چې طالبانو له منتخب ولسمشره واک په زور اخیستی و. دوی تر دغه ګام وروسته د مشروعیت له کړکېچ سره مخ شول او تر کومه چې مشروعیت ترلاسه نه کړي او نړۍ سره غاړه یونه سي، دا بحران به افغان ولس د مرګ کومې ته ګوزار کړي. طالبان د دغه بشري بحران ټوله پړه پر نړیوالو او مخکیني حکومت اچوي او په دې سره غواړي ځان ته برائت ورکړي. دا برائت په څو دلایلو زړه ته نه لوېږي. یو دا چې طالب د زور له لارې پر کابل کړۍ تنګه کړه او د زور حکومتونه د نړیوالو اصولو له مخې د مشروعیت له بحران مخ وي. دویم دا چې اوس د یوه واکمن بهیر په توګه د دوی مسوولیت د ستونزو هواری دی. دوی ملت ته په دې نژدې پنځو میاشتو کې کوم خدمات وړاندې کړي؟ د حکومتونو یو مسوولیت د نظم تر څنګ، ملت ته د ژوندانه اسانتیاوې او کار برابرول وي؛ خو طالبان د دې پر ځای چې ملت ته اسانتیاوې برابرې کړي، دوی لومړیتوبونه هېر کړي دي. دوی ته لومړیتوب له لوږې سره مبارزه نه ده، دوی ته لومړیتوب د حجاب مراعاتول، د نانځکو سر پرې کول او پر موسیقي بندیزونو لګول دي. پر موسیقۍ بندیز او د ږیرې نه پرېښوول او تر څنګ يې بې محرمه د ښځو نه ګرځېدل له لوږې سره تر مبارزې وروسته ګام کې راځي.
اوس د طالبانو سرپرست حکومت ته پکار ده، چې تر هر څه وړاندې له نړۍ سره لاس یو کړي. دوی باید له سرزورۍ راووځي او د افغانانو د ژوندانه د ښه والي لپاره انعطاف وښيي. دوی باید د کارکوونکو معاشات ورکړي. د طالبانو د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په تازه څرګندونو کې ویلي، چې د ټولو دولتي کارکوونکو معاش یې ورکړی دی؛ خو ځینو ادارو ته یوازې د زمري میاشت معاش اجرا شوی او نژدې پنځه میاشتې کېږي، چې بې معاشه یا په کور بې برخلیکه پراته دي یا هم دندې ته ځي؛ خو حقوق یې نه ورکول کېږي. پر یوه هېواد د واکمن په توګه دوی مسوول دي، چې د خلکو په ژوند کې مثبت بدلون راولي، ځکه دوی مخکینی حکومت له همدې کبله نسکور کړ، چې په وینا يې، خلکو ته خدمت نه شوای کولی. اوس چې حکومت د دوی په لاس کې دی او ملت هم د افغانستان په نامه جغرافيه کې راټول دی، د طالبانو مسوولیت دی، چې ولس له لوږې راوباسي. د طالبانو سرپرست حکومت له دې مسوولیته ځان مبرا نه شي ګڼلی.