۸صبح، کابل: بروکسل کې د افغانستان په اړه د اروپايي ټولنې او پاکستاني چارواکو غونډه کړې ده.
د اناتولي خبري آژانس د راپور له مخې دا ناسته د چهارشنبې پر ورځ د لیندۍ پر اوهلسمه د اروپايي ټولنې استازي جوزف بورل او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاهمحمود قریشي ترمنځ شوې ده.
د اروپايي ټولنې او پاکستان ترمنځ په اوومه ناسته کې د دواړو ترمنځ مهم بحث افغانستان و.
جوزف بورل د دې ناستې له ترسرواي وړاندې په یوې ویناپاڼه کې ویلي و، چې دواړه خواوې به په سیمهییزو په ځانګړې توګه پر افغانستان بحث وکړي.
بورل ویلي، افغانستان کې بشردوستانه وضعیت ناوړه دی او اقتصاد د سقوط له ګواښ سره مخ دی.
نوموړي زیاته کړه: «موږ به د دې ارزونه وکړو، چې څنګه کولای شو د دې اقتصادي پرځېدا مخنیوی وکړو، چې موږ ټول په ځانګړې توګه ګاونډي هېوادونه ګواښي.»
هغه زیاته کړه، موږ په ګډه کار کوو چې د ټولنیزـ اقتصادي وضعیت د خرابېدو مخه ونیسو، سیمهییز ثبات ته وده ورکړو او د افغانستان د خلکو د ساتنې لپاره له یو بل سره همکاري وکړو.
دې ناسته کې شاهمحمود قریشي ویلي، چې افغانستان کې اقتصادي سقوط به ممکن ناورین رامنځته کړي.
دا ناسته داسې مهال شوې، چې تمه ده د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو سازمان ناسته د روان کال د دسمبر پر نولسمه په اسلامآباد کې جوړه شي.