د سلوانیا د بهرنیو چارو وزیر انژه لوګار ویلي، چې د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیران به تصمیم ونیسي، چې د روسي بېړیو پر مخ خپل بندرونه وتړي او له دغه هېواده د انرژۍ واردات بند کړي.
نوموړي نن دوشنبه د مارچ پر ۲۱ په بروکسل کې د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو له ناستې مخکې وویل، چې د دغې ټولنې د نن ورځې د ناستې اصلي موضوع به د اوکراین وضعیت او د روسیې پوځي عملیات وي.
لوګار ویلي: «ځواب به په اقتصادي برخه کې وي، له دې امله به دا بندیزونه زیات کړو او بندرونه به وتړو.»
هغه ټینګار کړی، چې اروپايي ټولنه به له روسیې د انرژۍ د وارداتو بندیز پر لور ګام پورته کړي او اوکراین ته به د روښانه اروپا لرلید وښيي.
د سلوانیا د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې دا ټولنه به اوکراین ته یو ځانګړی استازی ولېږي او دغه هېواد به هم کيف ته یو استازی واستوي.