په تېرو دوه نیمو کلونو کې طالبانو په پرلپسې ډول د ټولنې پر بېلابېلو پاړکیو او طبقو محدودیتونه لګولي دي. د دغو محدودیتونو د لګولو پر مهال د خلکو پر وړاندې ډېر ظلمونه شوي او په ډېرو مواردو کې د دې ډلې لخوا د بشریت ضد جنایتونه شوي دي. د ازادو رسنیو ترڅنګ نړیوالو سازمانونو او د هغو ځانګړو راپور ورکوونکو د دغو جنایتونو یوه وړه برخه مستند کړې ده. په دې موده کې طالبانو له نړیوالې ټولنې او په ځانګړې توګه امریکا متحدو ایالتونو سره خپلې ټولې کړې ژمنې ماتې کړې دي. د «عمومي بخښنې» په څېر مواردو کې یې د افغانستان له خلکو سره هم خپلې کړې ژمنې ماتې کړي او په خپلو ژمنو یې وفا نه ده کړې. په نورو مهمو مواردو کې دغه ډله د افغانستان خلک د خبرو، مشورې او خبرو اترو وړ نه ګڼي. د دغو مواردو په تړاو له امریکا، پاکستان، ایران، روسیې، چین، هند، قطر او یو شمېر نورو هېوادونو سره بحث او خبرې کوي. داسې بریښي، چې د افغانستان د خلکو پر وړاندې د طالبانو تر ټولو مهمه یو اړخیزه ژمنه په اصطلاح د ملا هبت الله اخندزاده عمومي عفوه ده. خو په پرلپسې ډول د پخوانیو نظامیانو د نیولو، تښتولو، ربړولو او وژلو راپورونه خپرېږي. د دغه یادښت تر لیکلو پورې تر ټولو وروستۍ قضیه پرون په کابل کې د دې ډلې لخوا د یوه متقاعد جنرال عیسی خان نیونه ده.
د هېواد روان وضعیت له هیچا پټ نه دی، خو ټولنې د طالبانو د جنایتونو او ظلمونو پر وړاندې مرګونې چوپتیا خپله کړې ده. که څه هم پوځي جبهې او د اعتراض کوونکو نجونو د ځمکتلو ډلې په صحنه کې دي، خو تر اوسه هېڅ یو لوری هم د طالبانو لپاره پر جدي ننګونې نه دی بدل شوی. هغوی توانیدلي چې د طالبانو اعتبار ته زیان ورسوي او د دې ډلې ادعاوې تر پوښتنې لاندې راولي، خو نه دي توانیدلي چې د دې ډلې شتوالی له ګواښ سره مخ کړي او یا یې اړه کړي چې خپل چلند بدل کړي. هغه نجونې چې په واټونو کې تر ځپل کېدو وروسته یې په ځمکتلو کې اعتراضیه شبکې جوړې کړي، د ټولنې د پاتو غړو له لوري یې ملتیا نه کیږي. ځینې ان دا ناروا تور هم ورپوې کوي چې د کډوالۍ د قضیې د پرانېستلو لپاره اعتراض کوي. د ټولنې نارینه وو هم دغه اعتراض کوونکې نجونې یوازې پرېښې دي. ان کله چې څو تنه دغه نجونې ونیول شوې او وربړول شوې، بیا هم چا د طالبانو د دغه چلند پر وړاندې غبرګون ونه ښوده. دا چوپتيا ډېر لاملونه لري، چې تر ټولو مهم يې په ټولنه کې د طالبانو له لوري روان وحشت دی. له دې سره سره، نور مهم لاملونه هم په دې مرګونې چوپتیا کې رول لرلای شي. خو تر دې مخکې چې د دې چوپتیا تر ټولو مهم لاملونه روښانه کړو، اړینه ده چې په دې اړه خبرې وکړو چې دا چوپتیا ولې مرګونې ده.
طالبان چې هر ډول یې زړه وغواړي د افغانستان له خلکو سره چلند کوي. نیونې، جنسي تېري، ربړونې او وژنې د دغو ظلمونو یوه برخه ده. تر دې دمه په زندانونو او تر شکنجې لاندې د پخوانيو سرتېرو او د طالبانو د نورو مخالفينو د وژل کېدو لسګونه راپورونه خپاره شوي دي. دغه مرګونه په خپل چاپېریال کې د پېښېدونکو غمیزو په تړاو د افغانانو د چوپتیا تر سیوري لاندې پېښېږي او هغه مرګونې کوي. د دغو ظلمونو بل اړخ چې چوپتیا نوره هم مرګونې کوي، هغه اعدامونه دي چې د صحرايي محاکمو په پایله کې ترسره کیږي. د طالبانو په صحرایي محاکمه کې مدعيالعموم طالب دی او تورن ته ان د ځان د دفاع حق هم نه ورکول کېږي. د طالبانو له زندانونو او د دغې ډلې د محاکمو په اړه خپاره شوي روایتونه او راپورونه همدغه وضعیت څرګندوي. د طالبانو د غیر انساني چلند پر وړاندې د ټولنې د دې درنې چوپتیا بڼه خورا خونړۍ ده.
د دې چوپتیا یو لامل له طالبانو د خلکو تمه ده. طالبانو د خپلې واکمنۍ په دوو دورو د افغانستان د خلکو او دولت پر وړاندې په شل کلنه جګړه کې په ښه توګه وښودله چې تر ټولو ډېر غیر انساني چلند د دوی له لوري کېږي. کله چې خلک د طالبانو له واکمنۍ سره مخ شول، د پخوانیو تجربو له امله یې د دې ډلې له واکمنۍ خپلې تمې راکمې کړې. اوس دا خلک له یوې داسې ډلې د انساني چلند تمه نه کوي چې د خپل عمر په اندازه د وژنې، ظلم، شکنجې او تېري تاریخ لري. له همدې امله، هرڅومره چې د خلکو په چاپېریال کې پیښې ډیرې غیر انساني کیږي او طالبان یې عاملین دي، خلک پوهیږي چې دوی د طالبانو له یوې تازه نسخې سره مخ دي او له دوی د نور انساني چلند تمه کول بې ګټې دي. طالب چې فکر یې زوړ شوی، خو انټرنیټ، ځیرک ټيلفون او ټولنیزې شبکې کاروي.
د دې مرګونې چوپتیا بل لامل د ټولنیزو خوځښتونو پر ځواک د خلکو د باور نشتوالی دی. ولسي اعتراضونه بايد د ټولنيزو خوځښتونو په اډانه کې ترسره شي، خو له بده مرغه په افغانستان کې د دا ډول خوځښتونو تجربه نه ده بريالۍ شوې. ان د جمهوریت په دوره کې چې په وروستۍ نیمه پیړۍ کې تر ټولو انساني واکمن نظام و، ټولنیز خوځښتونه د حکومت لخوا په کلکه وځپل شول او په ناکړو جرمونو تورن شول تر دې چې بالاخره له منځه ولاړل. دغو خوځښتونو په تېره بيا د روښنایي او «رستاخیز تغییز» خوځښتونو هم د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره ډېرې قربانۍ ورکړي، خو څه يې ترلاسه نه کړل. د دغو خوځښتونو تجربې ښايي د خلکو په ذهنونو کې دا ناسم تصور پیدا کړی وي چې د واک د ترلاسه کولو او یا د نظام د بدلولو لاره اعتراض او ټولنیز خوځښت نه دی، بلکې وسله واله جګړه ده، چې اوسمهال خلک ورته چمتو نه دي. د دغه لید لوري په پیاوړتیا کې د افغانستان په معاصر تاریخ کې «پاچا ګردشي» مستقیم رول لري. بلخوا، موږ ډیرې بریالۍ نړیوالې تجربې لرو، چې ټولنیز خوځښتونه د استبدادي واکمنو د بنسټونو پر وړاندې بریالي شوي. په افغانستان کې یوه یا دوه ناکامې تجربې د راتلونکو خوځښتونو د ناکامۍ لپاره کافي دلیل نه شي کېدای.
د خلکو د چوپتیا بل لامل د خلکو پر ځواک د باور نشتوالی دی. د افغانستان په معاصر تاریخ کې په تېره بیا د شاه شجاع او بیا عبدالرحمن له دورې او د طالبانو تر بیا واکمنۍ پورې د نظام په بدلون کې د سیمې او نړۍ ځواکمنو هېوادونو د پام وړ رول لوبولی دی. په شلمه پېړۍ کې چې د طالبانو لومړی امارت نسکور شو، د امریکا په مشرۍ نړیوالې ټولنې پوځي مداخله وه. که څه هم د طالبانو پر ضد د مقاومت ځواکونو په تېره بیا د هېواد په شمال کې جګړې ته دوام ورکاوه، خو کله چې امریکايي جنګي الوتکو طالبان له اسمانه په نښه کړل، د طالبانو د امارت ټغر یې ټول کړ. کله چې د افغانستان اسلامي جمهوریت له دوو لسیزو وروسته د طالبانو لاس ته ولوېد، دا کار هم په دوحه کې له امریکا سره د طالبانو د هوکړې او د پاکستان او ایران په ګډون د ګاونډیو هېوادونو د لاسوهنې له امله و.
نو یو ناسم تصور رامنځته شوې چې ګواکې په افغانستان کې به تر هغه وخته نظام بدل نه شي چې ځواکمن هېوادونه مداخله ونه کړي. دا چې اوسمهال هیڅ هیواد د افغانستان په چارو کې لاس وهنې ته لیواله نه دی، خلک د بهرني ملاتړ په تړاو نهیلي دي. له بلې خوا طالبانو په خپلو دوو واکمنیو کې پر نه بدلېدو ټینګار کړی او که څه هم د طالبانو د بدلون روایت د جمهوريت په وروستیو کې تبلیغېده، خو له لومړي پړاو راهیسې د دې ډلې په عمل کې هېڅ بدلون نه دی راغلی. هغه خلک چې د بهرنیانو له مداخلې وروسته د رژیم د بدلون د همدې دود له امله بهرني ملاتړ ته په تمه دي، د طالبانو په دننه کې هم پر بدلون باور نه لري، نو د دې ډلې د ظلمونو پر وړاندې تر هغې ورځې چوپه خوله پاتی کیږي، چې بهرنی ځواک طالبان بیا له صحنې لېرې کوي.
د خلکو د چوپتیا لاملونه او عوامل چې ورته نغوته وشوه، بې له شکه خورا جدي دي، خو دا ټوله کیسه نه ده. که خلک پر یو بل باور وکړي او د یو بل ترڅنګ ودرېږي، هیڅ ملا هیبت الله د تل لپاره د خلکو د ځواک پروړاندې مقاومت نشي کولای. تر ټولو کوچنی کار به د ټولنیزو فشارونو په پایله کې د طالبانو د چلند انساني کېدل وي. اعتراضونه او د ټولنيزو خوځښتونو پيلول له لګښت پرته ناشوني دي، په تېره بيا هغه مهال چې موږ د طالبانو په څېر له يوې افراطي ډلې سره مخامخ يو. دا په داسې حال کې ده، چې ټولنه همدا اوس هم درنې بیې پرې کوي. د پخوانيو امنيتي ځواکونو وژل، د خبريالانو او مدني فعالانو نيول او ربړول، د ښځينه اعتراض کوونکو نيول او ربړول، کورنيو ته سپکاوى او د دې ډلې لخوا د خلکو پر ناموس جنسي تېري، باج اخیستنه او په سلګونو نور لګښتونه په ورځني ډول د ټولنې لخوا ورکول کېږي. په ټولنيزو خوځښتونو او لويو اعتراضونو کې ښايي اعتراض کوونکي لوړه بيه پرې کړي. خو تل به دا بيه نه پرې کوي. توپیر یې دا دی چې هره ورځ به بیه نه پرې کوي، خو په یوځل ښایي لوړه بیه پرې کړي. خو ټولنه د بیې پرې کولو ته چمتو نه ده. له یوې خوا ولس غواړي د ټولنیزو بیو له پرې کولو پرته د طالبانو له واکمنۍ هېواد وژغوري او له بلې خوا د پیاوړي بهرني ملاتړ په نشتوالي کې د ولس پر ځواک باور نه لري.
د افغانستان موزاییکي او په څو برخو وېشل شوې ټولنې د ټولنیزو ځواکونو یووالی ستونزمن کړی، خو ناشونی نه دی. که نارینه او ښځې د خپلو ازادیو او حقونو لپاره یو د بل تر څنګ ودریږي، هېڅ ملا هیبت الله به داسې مطلق او خون خوار حاکم نه وي چې هر ډول یې چې زړه غواړي له خلکو سره چلند وکړي. نړیوال قدرتونه د افغانستان خلکو ته اهمیت نه ورکوي مګر دا چې خپلې ګټې یې له خطر سره مخ شي، که پخپله خلک لاس پکار نه شي او د انساني واکمنۍ د لرلو لپاره پر طالبانو فشار رانولي، مجبور دي چې په دوامداره توګه د طالباني نظام د بیو پرې کول وزغمي. هیڅ ژېړه بوشکه ټولنیز ځواک ځواک نشي کنټرولولای او هیڅ ځانمرګی هغه نه شي ماتولای، موږ یې وړې بېلګې د طالبانو په همدې توره دوره کې هم لیدلې دي. کله چې واعظ بهسودي د طالبانو له لوري د کابل له دشت برچي د ځوانو نجونو د تښتولو په غبرګون کې اعتراض وکړ او خلکو یې د اعتراض هرکلی وکړ، طالبانو د تښتونو د څپې کچه راټیټه کړه او ان په رسنیو کې یې دغه تښتونې کله توجیه او کله هم رد کړې. نو پخپله د افغانستان له خلکو پرته بل څوک دا خلک نه ژغوري.