د ۸صبح پښتو مجلې د ادبي ورشو برخې لپاره د پښتو ژبې له نوموتو او مخکښو ليکوالانو، شاعرانو، اديبانو او فرهنګپالو سره د مرکو ځانګړې لړۍ پيل کړې ده، چې دا ځل يې د غرونو او نښترو غزلبول او مخکښ شاعر، استاد پير محمد کاروان سره مرکه کړې چې ستاسې پام ورته راګرځوو.
۸صبح: لومړی خو ډېره مننه استاده، چې موږ ته مو د ځانګړې مرکې لپاره وخت راکړ، د لومړۍ پوښتنې په توګه که راته وواياست، شاعري مو له کوم وخته پيل کړه او اصلي هڅوونکی مو څوک ؤ؟
کاروان: ډېره مننه دا ستاسو مینه ده، چې له ما سره مرکه کوئ. شاعري له ماشومتوبه راسره ملګرې شوې ده. په ماشومتوب کې چې لږ لږ په لیک لوست وپوهېدم، کتابونو خوند راکاوه. پر نکلونو او کیسو مین وم، د پښتو فولکلوریکې کیسې، د ښاپېریانو کیسې د لیلا مجنون کیسه دا ټولې مې په مینه اورېدې، او ډېرې مې یادې وې.
کله چې په لیک لوست کې لږ ښه شوم، د کیسو او شعرونو کتابونه مې ویل. دینې کتابونه مې ویل او له دینې کتابونو سره د سعدي صاحب ګلستان، پنج ګنج او د پښتو رشید بیان نومی کتاب چې د لمانځه او دیني مسلې په کې نظم شوې وې، دې ټولو به خوند راکاوه. د شعر په نوم به مې ځینې موزونې جملې لیکلې.
که رښتیا درته ووایم، کوم خاص مشوق مې نه درلود. بس د ښاپېریانو کیسې، د کلي فضاء، له ستورو ډک آسمان، د سپوږمۍ شپه د لمر غروب، لنډه دا چې د فطرت دا زرغون او غوړېدلی کتاب دا درست مې د شعر مشوقین دي.
۸صبح: آيا کله مو هم داسې فکر کاوه چې ستاسې شاعري دې دومره مشهوره شي او د هر پښتون ځوان په ژبه دې ستاسې د اشعارو بېلګې وي؟
کاروان: ههه ګرانه دا عجیبه پوښتنه ده. د زړه خبره به درته وکړم، خیالات خو مې تر دې هم ډېر لوړ وو، خو بیا هم د چا خبره د زړه چارې په جنت کې وي. هسې خو به مې چې د ښاپېریانو کیسې اورېدې، زړه به مې غوښتل چې کاشکې د ښاپېریانو د کیسو اتل وای. بس نو په زړه کې مې دا خوږې ګوړې ډېرې ماتولې. اوس نه پوهېږم چې زه څومره شاعر یم او څومره ناشاعر.
۸صبح: لومړنی شعر مو څه ؤ او د هغه شعر په اړه ستاسې د کورنۍ او نورو مخاطبينو غبرګون او نظر څه ؤ؟
کاروان: اولني شعرونه رانه هېر دي. زما د شاعرۍ په لومړیو موسمونو کې ما خپل شعرونه د کورنۍ غړو ته نه اورول. د خپلو اولنیو شعرونو له ډلې صرف یو سروکی غوندې راته یاد دی چې داسې و:
زما د سوي زړه ګي واوره یوه خبره – خولګۍ دې سپینه مرغلره
خو دا شعر هسې په اصطلاح د نورو مشرانو شاعرانو د شاعرۍ یوه پېښه او تقلید یې وګڼئ، ځکه دا مې په ماشومتوب کې ویلی، چې په ماشومتوب کې دومره ډېر سړی د سپینې خولګۍ په غم کې نه وي.
۸صبح: د چاپ شويو او ناچاپو آثارو په اړه مو که درنو لوستونکو ته معلومات ورکړئ!
کاروان: له ماښامه تر ماښامه، چنار خبرې کوي، د ښاپېرۍ ورغوی، او بیا ددې دریو کتابونو یو ځای خپور کتاب یو زرغون د نغمو سیند. ورپسې زرزري وزرې، بیا د څلورو کتابونو یو ځای چاپېدل د نغمه زېږدې زمانې په نوم کتاب چې نوي شعرونه هم ورسره وو، د نویو شعرونو نوم و: په خدای انسان خوږ دی.
د ماشومانو لپاره د شعرونو کتابونه: خوښ چې ماشومان وي، د سولې سندره، خوب نو داسې رښتیا کېږي.
د نوي تعلیمي نصاب لپاره واړه واړه مرستندویه مصور کتابونه مې ښايي څه باندې شپېته لیکلي وي، البته دا ایله څو صفحه یې مصور کتابونه دي چې څه په نثر او څه مې په شعر لیکلي دي. د بي بي سي د تعلیمي ادارو لپاره مې هم یو شمېر واړه مصور کتابونه لیکلي، یو ناول ګوټي غوندې یو څه اوږده کیسه مې هم ورته لیکلې نوم یې دی: درمانګره. دا مې خوښه کیسه ده، یو څه غلطي په کې ده، زړه مې دی چې له سره یې غلطي جوړه او بیا یې په خپله زه چاپ کړم.
د نثر کتابونه: له نرګسه تر نرګسه، غره ته روان سړی، کاروان خبرې کوي چې دا کتاب زما ګران ملګري خوږ ژبي شاعر باز محمد عابد صاحب راټول او چاپ کړ. د شعرونو، نثرونو، ډرامو د ماشومانو د شعرونو څو ناچاپې ټولګې هم لرم.
۸صبح: کاروان صېب، هغه کوم شعر ؤ، چې ډېر مشهور او د خلکو له تود هرکلي سره مخ شو، کېدای شي له درنو لوستونکو سره يې شريک کړئ؟
کاروان: دا هم ګرانه پوښتنه ده، ځینې خلک هغه شعرونه ډېر خوښوي چې سندرغاړو ویلي، ډېرو خلکو د چنار خبرې کوي شعر زیات خوښ کړی، ځینو دوستانو چې هغوی هم خاص ذوق لري د کاواکه رڼایي په نوم شعر ډېر خوښ کړی. یو دوست مې دی چې سخت د شعرونو ښه ذوق لري فریدون ریان نومېږي، هغه بیا خدای ښامار بېرته شاعر کړ دا شعر بې حده خوښوي، تر څنګ یې یو شاعر وژنمه یو قتل کوم شعر هم ډېر خوښوي. بس دا نو د هر چا خپله سلیقه او ذوق دی.
۸صبح: د پښتو او نورو ژبو له کومو شاعرانو او ليکوالانو څخه اغېزمن شوي ياست، که نومونه يې راسره شريک او همدارنګه لامل يې هم ووياست؟
کاروان: هسې خو د هر چا که آن د ماشوم هم وي له ځینو شعرونو یې زښت زیات اغېزمن کېږم. زه ډېر کله له ځینو ځانګړو شعرونو اغېزمن شم، خو په ټول کې که مو د پښتو له شاعرانو مقصد وي، نو په کلاسیکو کې مې د خوشال بابا شاعري ډېره خوښه ده. د رحمن بابا، حمید بابا او شیدا شاعري مې هم ډېره خوښه ده. په معاصرو کې د ډېرو شعرونه خوند راکوي. د فارسي په کلاسیکو کې مې مولانا، حافظ او ځینې نور خوښ دي. په نړیوالو کې مې هم ډېر خوښ دي رابندرنات ټاګور مې لا ډېر خوښ دی.
۸صبح: استاده، د پښتو ژبې د شاعرۍ کاروان او بهير څنګه ارزوئ؟ کوم لور ته روان دی؟
کاروان: زما په نظر ښه او ښکلی روان دی، خدای دې یې لا ښکلی ولري.
۸صبح: که د خپل شخصي ژوند په اړه راته ووياست، زده کړې مو څومره کړې دي، په کومو برخو کې مو کار کړی، چېرته ژوند کوئ، څو اولادونه لرئ او په څه بوخت ياست؟
کاروان: تر دوولسم ټولګې مې زده کړې کړې وې، چې بیا هجرتونه او ناخوالې راغلې، بیا مې دا څو کاله وړاندې په کابل کې د دعوت په پوهنتون کې شرعیات ولوستل.
د وطن له مطبوعاتو سره مې کار کړی دی. شعرونه او مقالې مې په خپرونو کې خپرې شوې دي. د هجرت په چاپېریال کې مې د آزاد افغانستان د لیکوالو له ټولنې سره کار کاوه. د وفا په نوم جریده کې مضمونونه لیکل او همدارنګه د خپلواکۍ په مجله کې مې څه لیکنې کولې. بیا د نوي کور نوي ژوند ډرامې ته راغلم، چې څه باندې شل کاله مې اول د متن سموونکي او بیا ډېره موده د لیکوال او د ډیالوګ ادیتور کارونه او دندې ترسره کړې دي.
د اېکول اکسېس له دفتر سره مې دوه کاله کار کړی دی، د یو کلی زرغږونه په نوم ډرامه مې لیکله چې له آزادۍ رادیو خپرېده. شپږ اووه کاله مې له سپوږمۍ رادیو سره د سپوږمۍ کړنګ خپرونه برابروله.
د خدای فضل دی نهه اولادونه لرم. شپږ مې لوڼې او درې مې زامن دي. خدای دې درست راته لري او خدای دې یې غم نه راکوي.
ځوانانو او په ځانګړې توګه هغو ځوانانو ته مو پيغام څه دی چې ليکوالي او شاعري کوي؟
کاروان: دوی ته یوه وړوکې خبره رسول غواړم: له لیکوالۍ او شاعرۍ سره دې په لېونۍ مینه زړونه وتړي، بیا دې شعرونه ووایي او لیکنې دې وکړي. هڅه دې وکړي چې له درستو سره مینه وکړي، له مخالفینو دې هم ځانونو ته دښمنان نه جوړوي، په خپل هنر کې دې دومره ښکلا راولي چې مخالفین او دښمنان یې هم د دښمنۍ پر ځای دوستۍ ته را واوړي. د بشري او انساني کراماتو درناوی دې ولري، له فطرت نه دې په مینه د نغمو او ښایستونو ډالۍ راواخلۍ او خپل لفظونه دې پرې ونازوي.
۸صبح: د وروستۍ پوښتنې په توګه، لويه هيله او ارمان مو څه دی؟
کاروان: لویې هیلې مې دادي چې په ټوله مینه او ټوله معنی یو شاعر شم، د خپلو بچیانو خوشحالي او د مور وطن لپاره مې سوله او مینه هم لویه هیله ده. ژوند هیلې هیلې دی، چې دا هیلې یوه له بلې وړاندې او وروسته کېدای هم شي.