د افغان کډوالو لپاره د پاکستان د ضرب الاجل پای ته رسېدل؛ کډوال له ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې سره د اسلام اباد د تعامل غوښتنه کوي

د ۲۰۲۲ له پای ته رسېدو سره هممهاله، د پاکستان حکومت لوري د هغو بهرنیو وګړو لپاره چې د وېزې مودې یې پای ته رسېدلې ده، ټاکل ضرب الاجل پای ته ورسېد، د پاکستان د کورنیو چارو وزارت تر دې وړاندې اعلان کړی و چې هغه بهرني وګړي چې د ویزې موده یې پای ته رسېدلې، باید د روان کال تر پایه له دغه هېواده ووځي، کنه جریمه او یا به زنداني کړای شي. د پاکستان حکومت د ۲۰۲۲ کال له پای ته رسېدو وروسته، د دغه هېواد په بېلابېلو برخو کې د پلټنځایونو د جوړېدو خبر ورکړی او ویلي یې دي، چې له سرغړونکو سره به قانوني چلند وشي. هغه افغانان چې د طالبانو د وېرې له امله یې پاکستان ته پناه وړې د خپل برخلیک په تړاو اندېښمن دي او ډېری یې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان ته له ستنېدو وېره لري. دغه کډوال چې د پاکستاني د پولیسو له لوري د جریمې، نیولو او ځورولو له خطر سره مخامخ دي، له ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې سره د پاکستان د حکومت د تعامل غوښتنه کوي.

غفور په پاکستان کې یو افغان کډوال دی. نوموړی د مخکیني حکومت د ځانګړو ځواکونو یو سرتېری و. غفور ۱۲ میاشتې وړاندې د طالبانو له وېرې له خپلې مېرمنې، دوو زامنو او یوې وړې لور سره پاکستان ته تللی دی. هغه له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وایي، ټاکل شوې وه چې د یوې بهرنۍ موسسې له لوري چې د جمهوريت په دوره کې یې  له دوی سره همکاري لرله، جرمني ته ولېږدول شي، خو تر اوسه په پاکستان کې اېسارپاتې دی. د افغانستان د مخکیني حکومت دغه سرتېری زیاتوي چې د ده او د کورنۍ د ویزې موده یې پای ته رسېدلې او د جریمې، نیول کېدو او بېرته افغانستان ته د ستنولو له خطر سره مخ دي.

غفور څرګندوي« په پاکستان کې د مېشتو ډېرو کډوالو د ویزې موده ختمه شوې ده او هر یو یې د کډوالۍ دوسیه لري. زموږ پر دوسیې هم کار روان دی، خو د پاکستان حکومت ویلي، هغه کسان چې دلته اوسېږي او ویزې نه لري، نیول کېږي، جریمه کېږي او یا په زور افغانستان ته استول کېږي. که موږ افغانستان ته واستوي، زموږ د پناه اخیستنې دوسیه له منځه ځي. له بلې خوا، امکان لري چې طالبان ما ونیسي او زنداني کړي.»

په پاکستان کې مېشت افغان کډوال له ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې سره د پاکستان د حکومت د تعامل غوښتنه کوي. احمد (مستعارنوم) یو له هغو افغان خبریالانو دی چې څه موده وړاندې پاکستان ته تللی و او اوس یې د وېزې موده پای ته رسېدلې ده. هغه په ​​پاکستان کې د خپل ځان او نورو کډوالو د ناڅرګند راتلونکې په تړاو اندېښمن دی. احمد ۸صبح ورځپاڼې ته وايي: «د پاکستان له حکومته زموږ غوښتنه دا ده چې له ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې سره دې تعامل وکړي، څو له کډوالو سره سم چلند وشي او ویزې یې وغځول شي. ملګري ملتونه او د بشري حقونو سازمانونه هم باید پاکستان ته اجازه ورنه کړي چې د کډوالو له برخلیک سره لوبې وکړي. ځکه هر هغه کس چې دغه هېواد ته کډوال شوی دی تر ګواښ لاندې دی او بېرته هېواد ته نه شي ستنېدلای.»

د يادونې وړ ده، چې څو مياشتې وړاندې په پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو ته د دغه هېواد د کورنيو چارو وزارت له لوري د ټيلفون د پیغامونو له لارې خبرداری ورکړل شوی و. په دغو پیغامونو کې په پاکستان کې د مېشتو افغانانو په ګډون له ټولو بهرنیو وګړو غوښتل شوي دي، چې د روان کال تر پایه په دغه هېواد کې د اوسېدو ویزې تمدید کړي، کنه نو له درې کاله بند سره مخ کیږي او نومونه یې دغه هېواد ته د ورتګ په تور نوملړ کې شاملېږي.

د پاکستان حکومت له دغو کډوالو غوښتي چې د «انلاین ویزې سیسټم« له لارې خپل غوښتلیک وسپاري. په پاکستان کې مېشت افغان کډوال وايي، له څه باندې یوه کال راهیسې یې په دغه هېواد کې د اوسېدو د وېزې د تمدید غوښتنه کړې، خو تر اوسه یې پر غځولو نه دي بریالي شوي.

په پاکستان کې يو بل افغان کډوال فيض آغا په دې تړاو وايي: « ما شاوخوا پنځه مياشتې وړاندې د انلاين سيسټم له لارې د ځان او د خپلې مېرمنې د ويزې د تمديد غوښتنلیک ولېږه، خو تر اوسه يې ځواب نه دى راغلی او د خپلې وېزې پر  تمدید نه یو بریالي شوي.

ډېری دغه پناه کډوال اوس د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ همکارۍ ته سترګې پر لاره دي څو افغانستان ته د دوی د اجباري اړولو مخه ونیسي. خو په اسلام اباد کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ تر اوسه د دغو پناه غوښتونکو تمې ته مثبت ځواب نه دی ورکړی.

پاکستان په تېرو دوو لسیزو کې د سلګونو زرو افغان کډوالو کوربه دی. افغانان تر ډېره د دغه هېواد په لویو ښارونو پېښور، کراچۍ، اسلام اباد او نورو ایالتونو کې اوسېږي. ډېری دغه کسان په افغانستان کې د اقتصادي او سیاسي ستونزو له امله پاکستان ته تللي دي. د دې تر څنګ پر افغانستان د طالبانو واکمنېدو پاکستان ته د افغانانو د کډوالېدو نوې څپه رامنځته کړې ده. ډېری دغه کډوال اوس په ناوړه شرایطو کې ژوند کوي او د طالبانو د وېرې له امله نه غواړي تر هغې چې طالبان واکمن وي افغانستان ته ستانه شي.

د پاکستان په زندانونو کې افغان کډوال

د پاکستان حکومتي چارواکو په دې وروستیو کې اعلان کړی دی چې دا مهال د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۲۰۰ افغانان په کراچۍ ښار کې بندیان دي. دغو چارواکو د «اسوشېټېډ پرېس» خبري اژانس ته ویلي، چې دغه بندیان د سفر قانوني اسناد نه لري او د زندان د مودې له پوره کېدو او د مدافع وکیلانو له لوري د خوشې کېدو د اسنادو له بشپړولو وروسته به بېرته افغانستان ته ستانه کړای شي. د پاکستان د بشري حقونو ملي کمېسیون د چهارشنبې په ورځ، د مرغومې پر۷مه په ډاګه کړه، چې د کراچۍ د ښځو په زندان کې له نورو مجرمانو سره لږ تر لږه ۱۳۹ افغان مېرمنې او ۱۶۵ ماشومان بندیان دي.

که څه هم د پاکستان حکومت د دغه هېواد په زندانونو کې د افغان زندانیانو د وضعیت او د دغو بندیانو د عمومي شمېر جزئیات نه دي خپاره کړي، خو د دغه زندان وضعیت خورا ناوړه بلل شوی دی. د کافي خوراکي توکو نشتوالى، د روغتيايي خدمتونو نشتوالى او پر دوسیو په سمه توګه غور نه کېدل د دغو بنديانو له لویو شکایتونو بلل شوي دي. دغه راز د سفر کولو د قانوني اسنادو د نه لرلو په جرم په کوچنیو خونو کې د لسګونو کډوالو اچول دغه بندیان نور هم ځوروي.

د رپوټونو له مخې د عبدالخلیل په نوم یو افغان زنداني د روان کال د لیندۍ میاشتې په وروستیو کې د کراچۍ په یوه زندان کې مړ شوی دی. دغه سړی له خپلې مېرمنې سره پاکستان ته د درملنې لپاره تللی و. د دغې کورنۍ  د خپلوانو په وینا، د عبدالخلیل مېرمن او د هغه دوه نور خپلوان د هغه د مړینې پرمهال په زندان کې وو. د عبدالخلیل او د هغه د کورنۍ د زنداني کېدو لامل د سفر د قانوني اسنادو نشتوالی ښودل شوی دی.

که څه هم د بښنې نړیوال سازمان سرمنشي په دې وروستیو کې په پاکستان کې د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو د وضعیت په تړاو اندېښنه ښودلې او د دغه هېواد له لومړي وزیره یې غوښتي چې د افغان کډوالو د ستونزو د هواري لپاره هڅې وکړي، خو د پاکستان حکومت ظاهراً د دغه سازمان غوښتنې ته دومره پام نه دی کړی.

بلخوا، د پاکستان په زندانونو کې د افغانانو په ځانګړې توګه د ماشومانو ساتل د افغانانو، سیاسي شخصیتونو او نړیوالو سازمانونو له توند غبرګون سره مخ شوي دي.  سفارتونو او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ په یوه اعلامیه کې په پاکستان کې د افغان کډوالو ماشومانو نیول د ملګرو ملتونو د کډوالو له کنوانسیونه سرغړونه بللې ده. د سفارتونو او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دايمي استازولۍ په اعلاميه کې، چې د شنبې په ورځ، د مرغومې پر١٠مه، خپره شوه، په پاکستان کې د افغان ماشومانو د زنداني کېدو په تړاو اندېښنه څرګنده شوې ده.

دغې بیانیې کډوالي یو بشري حق ګڼلی او ویلي یې دي چې د ملګرو ملتونو د کډوالو د۱۹۵۱ کنوانسیون پر بنسټ غړي حکومتونه هغو کډوالو ته سزا نه شي ورکولای چې له خطر سره د خپل ژوند د مخ کېدو له امله په نا قانوني توګه بل هېواد ته تللي وي، په دې بیانیه کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنرۍ نه غوښتل شوي، چې په پاکستان کې د افغان کډوالو او ماشومانو وضعیت ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

د پنجشنبې په ورځ د سلواغې پر۸ مه، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق په پاکستان کې د زنداني افغان کډوالو ماشومانو عکس خپور کړ. ښاغلي فایق وویل، چې په پاکستان کې یو شمېر افغان کډوال په ځانګړې توګه ماشومان او ښځې د اسنادو د لرلو له امله د کراچۍ په زندان کې بندیان دي. په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست د پاکستان په زندانونو کې د افغان کډوالو ناوړه وضعیت ته د دې سازمان د ژر تر ژره پاملرنې غوښتنه کړې ده.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د پاکستان په زندانونو کې د افغان کډوالو په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو وضعیت «دردناک» بللې او له دغو کډوالو سره یې د پاکستان د حکومت پر چلند نیوکه کړې ده. ښاغلی کرزی وايي، له افغان کډوالو سره د پاکستان د حکومت دا چلند غیر اخلاقي او له انسانیته لېرې دی. ښاغلي کرزي پر خپل ټویټر د پاکستان له حکومته غوښتي چې له افغان کډوالو سره د یوه ښه ګاونډي په څېر او د نړیوالو معیارونو او د بشري حقونو له اصولو سره سم چلند وکړي. نوموړي دغه راز له ملګرو ملتونو او د بشري حقونو له سازمانونو غوښتي چې د پاکستان له زندانونو نه  د افغان کډوالو د خلاصون او د هغوی د حقونو د تامین لپاره اغېزناک ګامونه پورته کړي.

پر همدې مهال د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عبدالقهار بلخي هم ویلي دي چې په پاکستان کې د دغې ډلې د سفارت چارواکو له پاکستاني چارواکو سره په کتنه کې د افغان کډوالو د زنداني کیدو په تړاو اندیښنه څرګنده کړې ده. بلخي اسوشیتد پرس ته ویلي: «پاکستاني چارواکو په وار وار د دغو بندیانو د ژر خوشې کولو ژمنې کړي، خو تر اوسه یې خپلې ژمنې نه دي پوره کړي.»

دا هرڅه په داسې حال کې دي چې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیالې حنا کهر رباني د وروستیو څرګندونو له مخې دا مهال په پاکستان کې څه باندې درې میلیونه افغانان ژوند کوي. دغه کسان د بېلابېلو موخو لپاره له هېواده وتلي دي. سوداګري، په سفارتونو کې د اسنادو د پړاوونو ترسره کېدل او له طالبانو وېره پاکستان ته د دغو افغانانو د تګ لوی لاملونه دي. که څه هم د پاکستان حکومت په وار وار اعلان کړی چې په دغه هېواد کې د افغان کډوالو کوربتوب کوي او هغوی ته به د ویزې د ورکړې او تمدید زمینه برابره کړي، خو بیروکراسي د دې لامل کېږي چې هر افغان وګړی د وېزې د تمدید لپاره په میاشتو میاشتو انتظار پاتې شي.

ورته لیکنې

Back to top button