پر اسراییلو د ایران وروستي برید په ایران کې افغان کډوال چې تر ډېره د بېکارۍ او امنیتي ننګونو له کبله یې دغه هېواد ته پناه وړې، اندېښمن کړي دي. هغوی وايي چې د ایران او اسراییل ترمنځ کړکېچ پر افغان کډوالو ناوړه اغېز کړی دی. د هغوی په خبره، که اسراییل هم پر ایران برید وکړي په خبره یې، په دغه هېواد کې مېشت کډوال به له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان شي. هغوی له نړیوالې ټولنې غواړي چې په ایران کې دې د افغان کډوالو اندېښنو ته رسېدنه وکړي. ورته مهال، یو شمېر سیاسي کارپوهان وايي چې اوسني وضعیت ته په کتو، ښايي د ایران او ځينو نورو هېوادونو ترمنځ ترینګلتیا زور واخلي. د هغوی په خبره، اوسني وخت کې د امنیتي او سیاسي ستونزو له کبله هېواد ته د افغان کډوالو ستنېدل ناممکن دي. دوی ټينګار کوي چې په سیمه کې اوسني حالت ته په کتو دې طالبان د «یو بنسټيز بدلون» لپاره ګام پورته کړي.
پر اسراییلو د ایران وروستي برید او پاېلو یې په ایران کې مېشت یو شمېر افغانان اندېښمن کړي دي.
جمشېد په تهران کې یو افغان کډوال دی. نوموړی څه باندې لس کاله کېږي چې له کورنۍ سره په ایران کې ژوند کوي. هغه وايي چې پر اسراییلو د ایران له برید وروسته یې کاري چاپېریال اغېزمن شوی دی. جمشېد ۸صبح ورځپاڼې ته وویل: «له کله چې برید شوی، موږ ټول اندېښمن یو. په یوې کارخونې کې مې کار کاوه، کار مو د لنډې مودې لپاره ودرېد. که څه هم د کار درېدو په تړاو یې څه ونه ویل، خو لامل یې د اسراییلو د احتمالي برید له کبله و.»
د جمشېد په خبره، د ایران او اسراییل ترمنځ د کړکېچ له ډېرېدو وروسته له ایرانه د ناقانونه کډوالو د ایستلو لړۍ زور اخیستی دی.
په ایران کې یو بل افغان کډوال نصرت سکندري وايي: «د افغانانو نیول بیخي ډېر شوي دي. هره خوا ایراني ځواکونه ولاړ دي او ناقانونه کډوال نیسي او شړي یې. زه چې د اوسېدو لپاره اسناد نه لرم، څو ورځې کېږي کار مې پرېښی دی او له کوره نه وځم.»
دا کډوال ټينګار کوي چې پر ایران د اسراییل احتمالي برید سره به په دغه هېواد کې د میلیونونه افغان کډوالو ژوند له ګواښ سره مخ شي.
مریم د پخواني حکومت د یو پوځي لور ده چې د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته ایران ته تللې ده. هغې ۸صبح ورځپاڼې ته وویل: «موږ پر ایران د اسراییل احتمالي برید ته ډېر اندېښمن یو؛ ځکه نور نه شو کولای هېواد ته ستانه شو. پلار مې یو پوځي و او که بېرته لاړ شو، د نورو زرګونو پوځيانو په څېر به یا ونیول شي یا به ووژل شي.»
په ایران کې مېشت افغانان له نړیوالې ټولنې غواړي چې سملاسي دې د هغوی اندېښنو ته «حللار» پېدا کړي.
ورته مهال، د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي چې اوسني وضعیت ته په کتو، ښايي د ایران او ځينو نورو هېوادونو ترمنځ شته کړکېچ لا ډېر شي.
سیاسي کارپوه وېس ناصري ۸صبح ورځپاڼې ته وايي چې د سیاسي او امنیتي ستونزو له کبله هېواد ته د افغان کډوالو بېرته ستنېدل، ناممکن دي. نوموړی زیاتوي: «داسې مهال چې ایران خپله د امریکا، فرانسې، انګلستان او ځینو نورو هېوادونو په همکارۍ د اسراییل د برید له ګواښ سره مخ دی او دوی غواړي د تل لپاره د ایران خبره ختمه کړي، که پر دې هېواد برید وشي، نو په ایران کې د میلیونونو وطنوالو ژوند ته ګواښ پېښولی شي.» ناصري زیاتوي: «د سیمې او نړۍ اوسني وضعیت ته په کتو، ښايي یوه ډېره لویه او پراخه جګړه ونښلي. که طالبان له خپلو خلکو سره زړه سوی لري، باید یو بنسټيز سیاسي بدلون رامنځته کړي او د څو اوونیو او میاشتو په موده کې دې یوې سیاسي هوکړې ته ورسېږي څو یو عبوري حکومت رامنځته شي.»
ایران شنبه د وري پر ۲۵مه شپه مهال پر اسراییلو ډرون او توغندیز برید ورکړ. اسراییلي پوځ ویلي چې د ځينو نورو هېوادونو په مرسته یې د شاوخوا ۳۰۰ ډرون او توغنديو له ډلې «۹۹ سلنه» یې شڼد او له منځه وړي دي.
لویدیځو هېوادونو پر اسراییل د ایران برید غندلی او له دواړو خواوو یې د زغم غوښتنه کړې ده.
ورته مهال، د لویدیځ درېیو چارواکو والسټرېټ ژورنال ته ویلي چې ښايي«ډېر ژر» اسراییل پر ایران برید وکړي.
د اسراییل او ایران له ښکر په ښکر کېدو سره هممهاله، په تېرو دوو اوونیو کې په منځني ختیځ کې ترینګلتیا ډېره شوې ده.