۸صبح، کابل: پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې په تېرو ۱۰ ورځو کې اووه زره او ۴۱ افغان کډوال له دغه هېواده ایستل شوي دي.
سما ټيوي چهارشنبه د غویي پر ۵مه راپور ورکړی چې د پاکستان حکومت له دغه هیواده دا شمېر کډوال د وري له ۲۵مې د روانې میاشتې تر ۳مې پورې ایستلي دي.
د دغه راپور پر بنسټ، د کډوالو دا شمېره ۲۶۷ کورنیو پورې اړوند ده چې ۲ زره او ۹۶۷ نارینه، یو زرو او ۸۳۴ ښځې او ۲ زرو او ۲۴۰ یې ماشومان دي.
د يادونې ده چې له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ایستلو له پيله تر دې دمه ۵۴۲ زره او ۹۵۱ افغان کډوال په خپله خوښه افغانستان ته ستانه او يا هم په جبري ډول ايستل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت د روان کال د وري پر ٢٧مه له دغه هېواده د افغان کډوالو د ایستلو دويم پړاو پيل کړى دى.
ویل کېږي چې په دې پړاو کې به شاوخوا ۴۰۰ زره افغان کډوال له پاکستانه وویستل شي.
د پاکستان حکومت له خوا د افغان کډوالو د جبري ایستلو دوام د نړۍوالو سازمانونو او طالبانو اندېښنې راپارولي دي.
څه موده وړاندې یو شمېر نړۍوالو سازمانونو خبرداری ورکړی و چې له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو ایستل به د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې بشري وضعیت لا پسې ناوړه کړي.