۸صبح، بدخشان: د بدخشان ځايي سرچينې وايي چې د دغه ولايت د کشم ولسوالۍ په «مدينه بازار» کې د اورلګېدنې له کبله شاوخوا ٥٥ دوکانونه او غرفې له ټولو مالونو سره سوځېدلي دي.
دا پېښه جمعه د وري پر ۱۷مه شپه مهال د «برېښنا شارټۍ» له کبله رامنځته شوې ده.
سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته منلې چې د سیمې اوسیدونکو اور کابو کړی او د خپرېدو مخه یې نیولې ده.
که څه هم تر اوسه د دې پېښې د اوښتو زيانونو په هکله کره معلومات نشته؛ خو سرچينې وايي چې د سرو زرو پنځه دوکانونه او د جامو ۵۰ غرمې په بشپړه توګه سوځېدلي دي.
بل خوا په مدينه بازار کې د سرو زرو يو پلورونکى محمدالله ادعا کوي چې په دې اورلګېدنه کې يې د پلورنځي له دوه میلیونه او ۵۰۰ زره افغانيو زيات مالونه غلا شوي دي.
طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي
د تېر کال د لیندۍ پر ۹مه هم د بدخشان د «کشم» ولسوالۍ په بازار کې شاوخوا ۲۰ دوکانونه د اور خوراک شوي وو.