۸صبح، کابل: سیمهییزې سرچینې وايي چې په فراه او لوګر ولايتونو کې د دوو جلا طبيعي پېښو له کبله پنځو کسانو ژوند بایللی دی.
د طالبانو سیمهییز مسوولان وايي، دوشنبه د وري پر ۳مه د لوګر ولایت مرکز اړوند په «پادخوابشانه» کلي کې د ډېر باران ورېدو له کبله د یو کور چت نړېدلی چې په ترڅ کې یې د یوې کورنۍ څلورو کسانو ژوند بایللی دی.
د دغې پېښې په قربانيانو کې دوې ښځې او دوه ماشومان شامل دي.
ورته مهال، په فراه ولایت سرچینې وايي چې د دغه ولایت په لاشوجوین ولسوالۍ کې د سېلابونو د راوتلو په پایله کې یوه شپږکلنه نجلۍ مړه شوې ده.
د سرچینې د معلوماتو پر بنسټ د تېرو څو ورځو سېلابونو د فراه ولايت په پرچمن ولسوالۍ کې لږترلږه ٣٧ استوګنیز کورونو او څه باندې ٢٠٠ جريبه کرنيزې ځمکې ته زیان ته اړولی دی.
د ویلو ده چې وروستيو ورښتونو د هېواد په ډېرو سيمو کې درانه ځاني او مالي زيانونه اړولي دي.