۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي چې د هېواد کمزوري اقتصاد او د خوراکي امنیت نه خوندیتوب لوړې کچې ته په کتو، د دغې ادارې مرستندویه پروګرامونه د بودیجې له کمښت سره مخ دي.
دغه بنسټ دوشنبه د غويي پر ۳مه په یو خپاره کړي راپور کې ویلي چې د روان میلادي کال په لومړیو درېیو میاشتو کې له هرو درېیو افغانانو یو یې د خوړو نه خوندیتوب له لوړې کچې سره مخ و.
د خوړو نړیوال پروګرام ټينګار کړی چې د ۵۹۰ میلیونه ډالرو بودیجې له کمښت سره مخ دی.
په دې بودیجه کې ۱۱۱ میلیونه ډالره د روان کال او ۲۰۲۵ کال په ژمي کې د مرستې رسونې لپاره اړتیا وړ لګښتونه هم راځي.
د راپور په حواله، په افغانستان کې د ټولو اړمنو له ډلې اووه میلیونه یې تر ټولو ډېر زیانمنوونکي دي.
د ملګرو ملتونو د بشردوستانه غبرګون پلان له مخې، په روان زېږدیز کال کې هم خوراکي مرستې په لومړیتوب کې دي.
په دې پلان کې بیا د ۲۳.۷ میلیونه کسانو اړتیاوې لومړیتوب لري؛ خو له ډلې یې ۱۷.۳ میلیونه وګړي د مرستې ترلاسي لپاره په پام کې نیول شوي دي.
د یادونې ده چې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام په ۲۰۲۴ کال کې ۱.۹۸ میلیارد ډالرو ته اړتیا لري، څو په هېواد کې اړمنو ته بېړنۍ خوراکي، تغذیې او ځينې نورې مرستې برابرې کړي.