۸صبح، هلمند: په ایران کې د یوې ټرافیکي پېښې له کبله څلور افغان او دوه بلوڅ کډوال وژل شوي دي.
سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته منلې چې دا پېښه شنبه، د سلواغې پر ۲۸مه مشهد ښار ته څېرمه شوې ده.
د دغې پېښې څلور قربانیان د هلمند ولایت اوسېدونکي دي.
دغه کسان د دوو ټکسيګانو د ټکر په ترڅ کې مړه شوي دي.
دغه افغان کډوال ایران ته قاچاقي تللي وو.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ هم د ایران پولهساتو ځواکونو پر یوه مسافر وړونکي موټر چې افغان کډوال یې لېږدول، ډزې کړې وې.
د دې پېښې په پایله کې د عصمتالله په نوم یو افغان کډوال چې د هلمند ولایت اصلي اوسیدونکی و، وژل شوی دی.