که څه هم د طالبانو جګپوړي چارواکي عمومي بښنې ته پر ژمنتیا ټينګارکوي او له هغو افغانانو چې د نړۍ نورو هېوادونو په ځانګړې توګه ايران او پاکستان کې کډوال شوي، غواړي چې بېرته خپل هېواد ته راستانه شي، خو دغه کډوال هېواد ته د بېرته سنېدو په تړاو لاهم اندېښمن دي. یو شمېر هېوادوال د خپلې خاورې له غېږې لېرې د ژوند دوام د زړه د وینو خوړل ګڼي خو د طالبانو تر ادارې لاندې هېواد ته راستنېدل د «مرګ هرکلی» بولي. هغوی د ایران او پاکستان له حکومتونو غواړي چې د اوږدمهاله استوګنې لاره ورته هواره کړي او افغانستان ته یې د اجباري ستنولو مخه ونیسي. د بښنې نړیوال سازمان سرمنشي هم د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان ته د کډوالو پرستنېدو اندېښنه څرګنده کړې. منصور (مستعارنوم) یو له هغو افغان خبریالانو دی چې د امنیتي ستونزو له امله یې ایران ته پناه وړې ده. هغه له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وایي، تر څو چې د هېواد چارې د طالبانو په لاس کې وي، هېواد ته به ستون نه شي. منصور زیاتوي: «زه په دې هېواد کې له اوسېدو خوښ نه یم، خو د امنیتي ستونزو له امله دلته راغلی یم. طالبان بښنه نه مني، په تېرو ۱۶ میاشتو کې یې د عمومي بښنې خبرې کړي، خو خلک یې ونیول، وربړول او ان ویې وژل. هېڅکله د طالبانو د عمومي بښنې په ژمنه باور نه لرم.»
ایران ته د منصور له راتګه شاوخوا اوه میاشتې تېرېږي. دغه خبريال په ډاګه کوي، څه کم یو کال چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې و، تل د دغې ډلې له لوري له ګواښونو سره مخ و او خپلو رسنيزو فعالیتونو ته یې په پټه دوام ورکاوه. منصور په ایران کې د ژوند د ستونزو خبره کوي او زیاتوي: «زموږ د وېزې موده پای ته رسېدلې او د ایران حکومت نه غواړي چې یې وغځوي. کمیشنکاران د وېزې د تمدید لپاره ډیرې پیسې غواړي. زه د امنیتي ستونزو له امله هېواد ته نه شم ستنېدلای، زه حاضرشوی یم چې د تور بازار له لارې د خپلې کورنۍ هرغړي ته د وېزې اخېستو لپاره له شپږ تر اوه میلیونه تومان ورکړم.»
دغه خبريال څرګندوي، چې د ايران د حکومت د مقرراتو له مخې، د افغان کډوالو وېزې دغه هېواد ته له ننوتو وروسته يوازې يو ځل د يوې نيمې يا درېيو مياشتو لپاره غځول کیږي. د هرې ویزې د قانوني غځېدو لګښت له ۱۰۰ تر ۱۵۰ ایراني تومان دی، خو افغان کډوال اړ دي چې د تور بازار له لارې په ډېرو پېسو وېزه ترلاسه کړي.
په پاکستان او ایران کې ډيری افغان کډوال، په تېره بیا خبریالان، د ښځو د حقونو فعالان، د بشري حقونو مدافعان، پخواني پوځیان او هغه کسان چې په تېرو کلونو کې یې له بهرنیو ځواکونو یا بهرنیو ادارو سره کار کړی، هم د ورته ستونزو خبره کوي. ډیری دغه کسان له اقتصادي او ټولنیزو ستونزو سره مخ دي، خو د هغو ګواښونو له وېرې چې د طالبانو د واکمنۍ له امله ورپېښ دي، چمتو نه دي چې افغانستان ته ولاړ شي.
محمد صادق (مستعار نوم) د افغانستان یو پخوانی پوځي دی. هغه د طالبانو په لاس د حکومت له پرځېدو وړاندې د کورنیو چارو وزارت له جنايي جرمونو سره د مبارزې په ریاست کې دنده ترسره کوله. د مخکیني حکومت په پرځېدو سره پاکستان ته لاړ او اوس په دغه هېواد کې له ډېرو ستونزو سره شپې او ورځې تېرېږي. محمد صادق وايي: «په افغانستان کې ستونزې ډېرې دي، دلته (پاکستان) کې زرګونه ستونزې او بې وزلي راباندې تېرېږي خو هلته زما د بچیانو لپاره د زده کړو د امکاناتو نشتوالی، زما لپاره د کار نشتوالی او د ځاني امنیت نشتوالی هغه لاملونه دي، چې چمتو نه یم افغانستان ته ستون شم.» د هغه په وینا، کیدای شي، طالبان یې هېواد ته له ستنېدو وروسته ونیسي او شکنجه یې کړي، ځکه ده د خپلې دندې پرمهال د طالبانو د موخو پرخلاف فعالیت لرلی او اوس د دې ډلې تر واکمنۍ لاندې د امنیت احساس نه کوي.»
په همدې ډول په زرګونو نور هېوادوال هم چې د طالبانو له وېرې یې د پاسپورټ او ویزې له لرلو پرته هېواد پرېښی دی او د خپل ژوند د ژغورلو لپاره یې ایران او پاکستان ته پناه وړې ده، د سپکاوی، درنو او سختو کارونو، له کلتور او ژبې سره د نه بلدتیا او له پولیسو د ورځنۍ وېرې په ګډون له خورا ډېرو ستونزو سره مخ دي، خو نه غواړي په خپله خوښه یا په زور افغانستان ته ستانه شي. دوی د ایران او پاکستان له حکومتونو غواړي، تر هغه وخته چې پر افغانستان طالبان واکمن وي، په دغو هېوادونو کې د اوږدمهاله استوګنې زمینه ورته برابره کړي او د دوی د اجباري اېستل ودروي.
خو د ایران او پاکستان حکومتونه د مشخصو دلایلو له امله چمتو نه دي چې د قانوني وېزې له لرلو پرته په خپل هېواد کې افغان کډوالو ته د استوګنې اجازه ورکړي. د روان لمریز کال په لومړیو کې ایران پرافغان کډوالو د نوملیکنې غږ وکړ. د دغې غوښتنې له مخې، هغه کسان چې له غبرګولي میاشتې وروسته له نوم لیکنې پرته په ایران کې استوګنه ولري او د قانوني وېزې له لرلو پرته دغه هېواد ته دننه شي تر نیول کېدو وروسته بېرته اړول کیږي. دغه راز د پاکستان حکومت د هغو کډوالو لپاره چې قانوني اسناد نه لري د روان میلادي کال تر پایه پورې وخت ټاکلی دی. د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، که له دغه مهالوېش وروسته په پاکستان کې بې وېزې بهرني وګړي ونیول شي، له درې کاله بند، جریمې او افغانستان ته له بېرته اړول کېدو سره مخ کیدلای شي.
د طالبانو بلنه
دا هرڅه په داسې حال کې دي ،چې جګپوړو طالب چارواکو په بهر کې له مېشتو افغانانو غوښتي چې هېواد ته را ستانه شي. د طالبانو رییسالوزرا محمد حسن اخندزاده د روانې اونۍ په پیل (شنبه، د لیندۍ پر ۲۶) کې وویل: «پر ټولو افغان کډوالو غږ کوو، چې راتلونکي کال ته وطن ته را ستانه شي. په افغانستان کې سوله رامنځته شوې، ټول له عمومي بښنې برخمن کیدلای او بیرته هیواد ته راستنېدلای شي.» دغه راز د طالبانو د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر مرستیال عباس ستانکزي ویلي: «موږ دوه ډوله کډوال لرو چې د سیاسي او اقتصادي دلایلو له امله کډوال شوي، موږ پر دواړو ډلو غږ کوو چې کور ته راستانه شي.»
له بلې خوا د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت مرستیال ارسلا خان خروټي هم هیواد ته د افغان کډوالو د راستنیدو طرحه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې :«د پسرلي په را رسیدو سره موږ د میلیونونو کډوالو راستنیدو ته په تمه یو. د طالبانو حکومت په پام کې لري، چې د معلوماتو د پروسس یو مرکز جوړ کړي، چې په کور دننه او بهر افغان کډوالو د بایومټریک کولو لپاره به ترې ګټه واخېستل شي.»
د بښنې د نړیوال سازمان خبرداری
له بلې خوا د بښنې نړیوال سازمان له پاکستانه هېواد ته د وېزو د تمدید په موخه د افغان کډوالو راستنېدل خطرناک بللي دي. د بښنې نړیوال سازمان عمومي منشي اګنس کالامار د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ته د یو لیک په استولو سره، په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د ژوندانه پر وضعیت او نه خوندیتوب اندېښنه ښودلې ده. هغه د پاکستان له حکومته د افغان کډوالو د اوږد مهالي کوربتوب له امله د منني ترڅنګ ویلي دي، چې د هغو افغان کډوالو د ژوند او خوندیتوب په تړاو اندیښمن دی چې د طالبانو د واکمنۍ له راتګ وروسته، دغه هیواد ته تللي دي. د اګنس کالامار په وینا، د بښنې نړیوال سازمان دا درک کړی چې هغه افغانان چې په ویزې، یا بې وېزې پاکستان ته تللي، د قانوني استوګنې د بهیر د نشتوالي، تبعیض او محدودیتونو له امله له جدي ننګونو سره مخ دي.
د بښنې نړیوال سازمان سرمنشي له حقوقي پلوه په پاکستان کې د افغان کډوالو پر نه ډاډمنتیا اندېښنه څرګنده کړې ده او ویلي یې دي چې پاکستان د کډوالو او پناه غوښتونکو د ملاتړ قوانین نه لري. دغه هېواد دغه راز د کډوالۍ د وضعیت د ټاکلو لپاره کومه ځانګړې کړنلاره نه لري. اګنیس کالامار څرګنده کړې چې په پاکستان کې میشت افغانان تر ډيره کور ته د لاسرسي نه شي لرلای، ځکه د کورڅښتن ته قناعت نه شی ورکولای چې کور په کرایه ورکړي.
هغه په دغه لیک کې په ډاګه کړې، چې هغه افغانان چې پاکستان ته په ویزې تللي، باید په منظم ډول خپله ویزه تمدید کړي او د دې کار لپاره باید افغانستان ته ولاړ شي. د اګنیس کالامار په وینا، دا کار له خطره ډک دی او د پاکستان حکومت باید د دې لپاره بله حل لاره ولټوي. د بښنې نړیوال سازمان سرمنشي منشي وايي، افغانستان ته کډوالو بېرته ستنېدل ګران او خطرناک دي. هغه ویلي دي چې ډیری هغه افغانان چې په وېزو پاکستان ته تللي دي، د بشري حقونو مدافعان، ژورنالیستان او یا هم پیژندل شوي دولتي چارواکي دي او د طالبانو له لوري د ځورولو له خطر سره مخامخ دي.
د بښنې نړیوال سازمان په داسې حال کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان ته د وېزې د تمدید لپاره د افغان کډوالو د راتګ په تړاو خبرداری ورکوي، چې د طالبانو له لوري د هېوادوالو په تېره بیا په سیاست کې د ښکېلو کسانو، مخکنیو پوځیان، دبشري حقونو د فعالانو او د ښځو د حقونو د فعالانو د نیولو، زنداني کولو او ربړولو په تړاو ډیر رپوټونه خپاره شوي دي.
د دې ترڅنګ د ژوند د پرمخ بیولو لپاره د لازمو اسانتیاوو نشتوالی یو له بل هغه لامل دی چې هېواد ته د افغان کډوالو د راتګ مخه نیسي. د کار او د فردي او ټولیزو ازادیو نشتوالی، د ښځو پر ازاد تګ راتګ بندیز او ښوونځي ته له شپږم ټولګي د پورته نجونو پر زده کړو بندیزهغه نورې ننګونې دي چې هېواد ته د زرګونو هېوادوالو د ستنېدو مخه نیسي.
تر دې وړاندې د کار نړیوال سازمان خبرداری ورکړی و، چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو میاشتو کې د دغه هېواد اقتصاد په ټپه درېدلی او ګڼ کارونه له منځه تللي دي. دغه راپور د روان میلادي کال په پیل کې خپور شو او پربنسټ یې اټکل شوی و، چې د روان کال تر نیمايي پورې به په افغانستان کې شاوخوا ۷۰۰ زره دندې له منځه ولاړې شي. دا شمېر په تر ټولو بدو اټکلونو کې ۹۰۰ زره دندې اعلان شوی دی، چې اصلي لامل یې په افغانستان کې اقتصادي ناورین او د کار په بازار کې د ښځو محدود حضور ګڼل کېدای شي.
له بلې خوا، د ژغورنې نړیوالې کمیټې (IRC) په خپل تازه راپور کې افغانستان له بېوزلۍ سره مخ دریم هېواد بللی دی. دغې کمېټې چې د بېړنیو حالاتو د څار کلنی نوملړ یې خپور کړی وايي، افغانستان له سومالیا او ایتوپیا وروسته د ۲۰ هېوادونو په ډله کې درېیم هغه هېواد دی چې له بشري ناورین سره مخ دي.
بلخوا، د طالبانو تر ادارې لاندې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت شمېرې ښيي، چې دا مهال شاوخوا اووه میلیونه افغانان په ګاونډیو او د نړۍ په نورو هېوادونو کې میشت دي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې حنا رباني کهر په دې وروستیو کې په خپل هېواد کې د څه باندې درې میلیونو افغان کډوالو حضور خبر ورکړ. د ایران حکومتي چارواکو هم ویلي چې د شاوخوا پنځو میلیونو افغان کډوالو کوربتوب کوي. د دې ترڅنګ سلګونه زره نور افغانان د نړۍ په نورو هېوادونو کې ژوند کوي.