له هغې ورځې چې طالبانو افغانستان تر خپلې ولکې لاندې راوستی، بیا تر نن پورې په دې برخه کې غالب ډیسکورس له دې ډلې سره تعامل دی او نږدې ټولو ښکېلو هېوادونو همدا لاره تعقیب کړې ده. وینادود(ډیسکورس) په اصل کې د نړیوال ځواک په مرکزونو کې تولیدیږي او خپل سیمه ییز او محلي قدرتونه په ارادي یا غیر ارادي توګه څه ناڅانه ورسره همغږي کوي تر دې چې سیالان یې هم دغه ډېسکورس ته له غاړې اېښودو او تسلیمېدو پرته بله لاره نه پیدا کوي. د طالبانو په تړاو، له هغه وخته چې امریکا په دوحه کې له دغې ډلې سره جدي مذاکرات پیل کړي، سیالو هېوادونو یې لکه ایران، روسیې او چین هڅه کړې چې له دغه کاروانه شاته پاتې نه شي. هغوی خپلو پلازمېنو ته د دې ډلې د استازو په وربللو سره هغوی ته ډاډګېرنه ورکړې او د همکارۍ پر لارو چارو یې ورسره بحث کړی دی.
له دې نظره، موږ له دوو سیاستونو سره سرو کار لرو، یو فعال او بل منفعل. یو یې چې فعال او نوښتګر دی او بل یې چې غبرګوني او تعقیبي دی. لکه څنګه چې د طالبانو پر وړاندې د ایران، روسیې او چین په رول کې لیدل کیږي. دغو هېوادونو نه له پیله فعال او نوښتګر رول لوبولی او نه تر پایه له دغه حالته وتلي دي. په لومړي سر کې کله چې یې په افغانستان کې د امریکا حضور د خپلې خوښې خلاف وموند، د طالبانو ملاتړ یې وکړ او دا د ناټو د حضور پر وړاندې غبرګون و. خو په دې کار سره یوازې پر دې وتوانېدل چې طالبان په سیمه کې د جدي لوبغاړو په توګه مطرح کړي څو د هغوی اهمیت زیات شي او د امریکا د مذاکراتو ارزښت ومومي. که سبا د متحده ایالتونو تګلاره بدله شي او طالبانو د ټغر ټولول یې په لومړيتوب کې راشي، لکه څنګه چې د هغوی په رسمیت نه پېژندل دا احتمال تل ممکن خو سملاسي نه ښيي، نو په دې صورت کې به یاد شوي هېوادونه د طالبانو په مخالفو ځواکونو پسې ولاړ شي څو د هغوی په منځ کې ځان ته د پښې ځای پیدا کړي. دا د بې نوښته انفعالي سیاست په مانا ده. اوس له طالبانو سره د امریکا د تعامل تګلاره د دې لامل شوې چې نور هېوادونه هم له دې ډلې سره تعامل ته مخه کړي، که څه هم د هر یوه د لېوالتیا کچه له یو بل سره توپیر لري.
دلته دا پوښتنه کېدای شي، چې نړۍ تر اوسه له طالبانو سره د تعامل له تګلارې څه لاسته راوړنې لري؟ دا مسأله جدي دقت او بیاکتنې ته اړتیا لري. بې له شکه په دې برخه کې د هېوادونو لومړیتوب یو شان نه دی او هر یو یې د جلا موخو لپاره له دغې ډلې سره تعامل کوي. د سیمې د یو شمېر هېوادونو لپاره تر ټولو مهمه مسأله د خپلو پولو د امنیت ټینګښت دی، څو طالبان د دوی لپاره خطر رامنځته نه کړي او ورانکارې او ترهګرې ډلې یې پر خوا ور ونه شړي. دا هماغه انفعالي او دفاعي تګلاره ده او دا وضعیت د دوی د خورا زیانمنتیا نښه ده. خو په اوږدمهال کې داسې نه ده ځکه دفاعي دریځ نه شي کولای د دغو هېوادونو زیانمنتیا کمه کړي او معادلې د دوی په ګټه بدلې کړي. تر دې مهاله د ایران، چین، روسیې او د هغوی د متحدینو په څېر د هېوادونو لاسته راوړنه همدا ده چې د افغانستان له پولو له کوم مهم ګواښ سره نه دي مخ شوي، خو دا په دې مانا نه ده چې دا خطر په بشپړه توګه له منځه تللی دی.
د امریکا لاسته راوړنه دا ده چې اجازه یې نه ده ورکړې چې د افغانستان وضعیت یې له کنټروله ووځي او نه راستنېدونکي پړاو ته ورسیږي. په دې پړاو کې د هغه هېواد د بهرني سیاست د مدیرانو لپاره د افغانستان قضیه همدومره مهمه ده، چې مهمه سیاسي رسوایي ونه لري او پر ټاکنیزو مسایلو اغېز ونه کړي. افغانستان اوس د هغه هېواد د بهرني سیاست له لومړیتوبونو نه دی او لږ اهمیت ورته لري. که څه هم دا تګلاره د پرګماټیزم له نظره سمه ښکاري، خو د ستراتیژۍ له نظره دا یوه داسې بریالۍ لاره نه شي کېدای چې په اوږد مهال کې د قناعت وړ پایلې ولري.
په اوږد مهال کې، داسې تګلاره د ډیموکراټيکو هېوادونو په ګټه ده چې د هغوی له بنسټیزو ارزښتونو سره په ټکر کې نه وي او د هغوی د تګلارو ريښتینوالی بې اعتباره نه کړي. که څه هم د نړۍ په ټولو هېوادونو کې سیاست له اخلاقي پلوه له جدي پوښتنو سره مخ دی او په پرلپسې ډول مدني بنسټونه او د خلکو سازمانونه په غوسه کوي، خو په ډيموکراټیکو هېوادونو کې د بنسټیزو ارزښتونو او ورځنیو سیاستونو تر منځ هر ډول ټکر ډېرې پایلې لرلی شي، که د ټاکنو په څېر د لنډمهالو مسایلو په کچه وي او که د تمدني هویت په څېر په لوړه کچه وي. له طالبانو یعنې هغې ډلې سره تعامل چې په تاوتریخوالي او ترور مشهوره ده او د نننۍ نړۍ له ارزښتونو سره ضدیت لري او د بشري حقونو، ډیموکراسۍ او په ځانګړې توګه د ډیموکراټیکې نړۍ له ارزښتونو سره هېڅ ډول پخلاینې ته چمتو نه ده، په اوږد مهال کې جدي پایلې لرلای شي.
د متحده ایالتونو د ورځنۍ تګلارې پلي کوونکي له دغو ستونزو ناخبره نه دي او له همدې امله یې د نږدې درېیو کلونو په موده کې خورا ډېرې هڅې کړې دي چې طالبان د یوه مشروع حکومت د څه ناڅه شرطونو رعایتولو ته وهڅوي او له هغوی سره د اوږدمهالي تعامل لارې پیدا کړي. په دې موده کې له یوې خوا د دغې ډلې د واکمنۍ د نسکوریدو د مخنیوي لپاره له طالبانو سره مالي مرستې دوام لري او له بلې خوا د طالبانو مخالفان ته د پوځي فعالیت اجازه نه ده ورکړل شوی څو د هغوی پر وړاندې لویه ننګونه رامنځته نه شي. په دې تګلاره کې د افغان ولس هیلې او د حکومتولۍ په برخه کې د دغه هېواد اساسي اړتیاوې په بشپړه توګه له پامه غورځول شوي او د هغوی ستونزې د نجونو د زده کړو د ممنوعیت کچې ته راټيټې شوې دي. له طالبانو سره د تعامل په تړاو د متحده ایالتونو تګلاره د نورو هیوادونو لخوا د دې ډلې د واکمنۍ غیر مستقیمه رسمیت پېژندنه ګڼل شوې او له متحده عربي اماراتو نیولې تر قزاقستان او نورو پورې یې هڅولي چې د تعامل په برخه کې اوچت ګامونه واخلي.
ايا دغه تعامل توانیدلی چې افغانستان له بې برخلیکۍ وژغوري؟ ایا توانیدلی چې ټيکاو ته د رسېدو او کړکېچ ختمولو کړنلاره وړاندې کړي؟ آیا د نننۍ نړۍ په کچه یې د دې هیواد لپاره د یو باثباته او د منلو وړ وضعیت حد اقلي اړین شرایط برابر کړي؟ ایا د دې هیواد د وګړو لپاره یې څه ناڅه هیلې پیدا کړي دي؟ ایا توانیدلی چې له خپلو پولو بهر د خلکو د لویې کډوالۍ مخه ونیسي؟ ایا توانیدلی چې د ترهګرۍ په کنده کې د افغانستان د لوېدو او یو ځل بیا د تاوتریخوالي او ترهګرۍ لور ته د هغه د تلو په تړاو د ګاونډیو هېوادونو اندېښنې لېرې کړي؟ د دغو پوښتنو ځواب له هیچا پټ نه دی او له واشنګټن نیولې تر مسکو او تهران پورې د بېلابېلو هېوادونو د مشرانو او د هغوی د ویاندویانو په څرګندونو او نیوکو کې څرګندېږي.د ټولګډوني حکومت د جوړولو په اړتیا باندې د ټولو خواوو ټینګار، په هر تعریف سره چې د هغوی مطلب دی، د افغانستان د ثبات لپاره د بنسټیزو عواملو پر نشتوالي د ټولو د باور یوه نښه ده. ایا دا به غوره نه وي چې په ټوله کې له طالبانو سره د تعامل تګلاره له سره وڅېړل شي او پر ځای یې د افغانستان له خلکو سره په پراخې مانا سره تعامل غوره کړای شي څو له اوسني کړکېچه د وتلو لپاره یو سم فورمول وړاندې شي؟ له طالبانو سره تعامل د یوه پراخ پلان برخه کېدای شي، نه یوازینۍ یا د هغه ډیره مهمه برخه.