د ژوند کيسې مو وليکئ. پر ژوند مو د وروستيو بدلونونو د اغېزو په اړه متن، انځور او ويډيو راواستوئ. ۸صبح ورځپاڼې «د خلکو کيسه» په نامه ځانګړې پاڼه جوړه کړې، چې ستاسې يادښتونه، کيسې، عکسونه او ويډيوګانې خپرې کړي.
سهار وختي د کابل خیرخانې کوتل کې د مزارشریف د موټرو اډه کې د موټرچلوونکو ترمنځ راګیر شوم. هر موټروان به د خپل موټر ښېګڼې او کرایه ویله. موټر مې ولیدل، یو «فیلډر» موټر کې مې د تګ تابیا وکړه او د سفر دعا مو وویله.
موټر ګړندۍ له کوتله د بلخ پر لور وخوځېد. د سړک ځينې برخې ویجاړې شوې وې. له موټروانه مې اډه کې د موټرچلوونکو د ګڼې ګوڼې دلیل وپوښت. ویل یې: «دوه میاشتې کېږي مسافر او کار روزګار نه شته. له دوو تر څلور ورځو منتظر پاتې کېږو، تر څو مسافر پېدا شي. کله چې مسافر اډې ته راشي، موټرچلوونکي هڅه کوي، له ځان سره یې بوځي.» پوښتته مې ترې وکړه، چې دوه میاشتې وړاندې د تګ راتګ وضعیت څنګه و؟ ویل یې: «دوه میاشتې وړاندې هره ورځ مسافر پېدا کېدل او کله کله به یوه شپه کابل کې پاتې کېدو.»
موټر ګړندۍ روان و او په لوړ اواز د موټروان د خوښې سندرې غږېدې. موټروان دومره سندرو کې غړق ښکارېده، چې کله کله به یې له ځان سره هم سندرې زمزمه کولې. کله به یې موټر داسې ګړندی چلوه، چې ګومان مې کاوه، سړی په خود نه دی. د چیکل او رباط سیمې ته نږدې مې په کنایهامیزه توګه ترې وپوښتل: «ان شاالله هرڅه سم دي. لوګیو خو به په هوا کړی نه یې؟» په موسکا یې وویل: «ډاډه اوسه، د دم او لوګي سړی نه یم او نه به اوسم.» زیاته یې کړه: «۱۷ کاله کېږي دې لېن کې موټر چلوم، له ښه مرغه تراوسه مې ترافیکي پېښه کړې نه ده.»
له چاریکارو وروسته سړکونه خالي ښکارېدل او موټر د سړک په منځ کې د شاپرکې په څېر ښکته او پورته کېده. ونو د سړک پر غاړو پاڼې رژولې وې او د شمالي پاکې هوا د سړي روح تازه کاوه.
له چاریکار او جبلالسراج تېر شو. سړک بیا هم خالي و. کله چې له سالنګونو واوښتو، ومو لیدل چې د سالنګ سړک ځینې برخې د ټولګټو وزارت له لوري بیارغونې ته اړتیا لري.
دوشي کې ودرېدو او یو څه مو د پښو ستړیا وویسته. څه شیبه وروسته له دوشي وخوځېدو او له پلخمري تېر شو او ساعت وروسته سمنګانو ته ورسېدو. پر سړکونو یوازې د ګوتو په شمېر څو لوی موټر چې خوراکي توکي یې بار کړي وه، لېدل کېده او کله کله به کوم مسافروړونکی بس او زرنج تېرېده. د سړک پر غاړه هوټلونه د ستړو مسافرو ښه راغلاست ته تیار وه.
زموږ موټر د سمنګانو ایبک دروازې کې د تلاشۍ په موخه ودرول شو. پر رنجو تورې کړې سترګې وسلوال ځوان خپل سر د ارزونې په موخه موټر ته دننه کړ او په خپله لهجه یې وپوښتل: «له کوم ځایه راغلي یاست؟» موټرچلوونکي یې ځواب ورکړ. یو څه شېبه یې ټول وارزولو او بیا وویل: «پخیر لاړ شئ.»
موټر ګړندی د بلخ پر لور وخوځېد. غرمه وه او سړکونه تش تور. موټرچلوونکي د خپلې خوښې موسیقي اورېده او کله کله به یې د تلاشۍ ځایونو کې د طالبانو له ډاره بندوله. ترې ومې پوښتل: «ولې موسیقي بندوې؟ لکه چې ډېر ډارېږې؟» په کراره یې وویل: «والله…. احتیاط ښه دی.»
کله چې له چشمې شېره واوښتو، موټران راته وویل: «دلته دا دوه میاشتې کېږي، غله او لار شکوونکي نه شته… اوسمهال له کابله تر بلخ پورې لاره امن ده.»
د تاشقرغان تنګي کې موټروان د موټر موسیقي بنده کړه او پر ځای دعا ویله. څو واره یې درودشریف ووایه. څه مې ترې ونه پوښتل. خپله بې له دې چې زه یې علت ترې وپوښتم راته کړه یې: «له دې تنګي ډېر وېرېږم او هلته د مرګ منظره ګورم. هر کله چې دلته رارسېږم یوازې دعا وایم.»
د غرمې یوه بجه وه، چې مزارشریف ته ورسېدو او د بلخ له پوهنتونه د ښار پر لور تاو شو. ښار کې د پخوا په څېر ګڼه ګوڼه نه وه. خلک ډېر نه ښکارېدل او د هوټلونو هم پخوانۍ مزه پاتې نه وه.
کله چې مزارشریف ښار ته ورسېدو، د کنجدو غوړیو کې قابلي پلو مو وخوړ او لمونځ مو روضه کې وکړ. روضه کې مې له طالب ساتونکې وپوښتل، چې یوازې سړي روضه کې لیدل کېږي؟ ښځې اجازه نه لري؟ ویل یې: «د ښځو نوبت له سهاره تر غرمې دی او سړي له غرمې وروسته تر ماښامه.»
له ځان سره په فکر یووړم، طالب ساتونکي راته وویل: «روضه کې د ښځو او سړیو اختلاط مناسب نه دی. دا سم کار دی.»
د روضې دننه هم چوپه چوپتیا وه. د روضې مجاوران هم له اوږدو ږېرو او پټيکو سره پرلتې وهلې وې، د خلکو تګ راتګ یې څاره او کله کله به یې پر هغو چې پر ټيلفون به یې عکسونه اخیستل، غږ کاوه، چې عکسونه مه اخلئ.
ماسپښین مو د اوسېدو په موخه هوټل لټاوه. د غضنفر برج، ارسلان، برات، قشلاق او قسیم هوټلونه مو ولیدل. ارسلان هوټل مو خوښ شو او هلته مو د قطر، اروپا او امریکا الوتنو ته په تمه میلمانه ولیدل. هغوي چې د تللو هوډ لاره او هرڅه ورته تیار وو؛ خو له خبرو یې مالومېده، چې هېواد ته اندېښمن دي. غضنفر برج کې هم ځینې کسان و، چې له کابله مزار ته راغلي او د قطر الوتنې ته په تمه وو.
نورو هوټلونو او میلمستونونو کې ډېره ګڼه ګوڼه نه لیدل کېده او کولای دې شول، چې ډېر اتاقونه په ارزانه بیه کرایه کړې. د روضې څلور خواوو کې یو څه ګڼه ګوڼه وه؛ خو د تېرو څو میاشتو په پرتله ډېره نه تر سترګو کېده. له ښاره تر هوټل پورې یو ټکیسې کې راغلم او له ټکسیوانه مې د ګڼې ګوڼې د نشتوالي دلیل وپوښت. ویل یې: «ډېر شمېر ځوانان لاړل…، یو څه وخت حیرتان د ټولو پر مخ خلاص وو.» له لږ ځنډ وروسته یې زیاته کړه: «له ځان سره مو پام کوئ، مزارجان یو څه ناامني او اختطاف هم لري…»
سهار او غرمه به چې د نانوایانو له څنګه تېرېدې، د مزارۍ ډوډۍ بوې به دې احساوه او د کسب کارانو او دوکاندارانو څهرو کې به یو څه ارامښت تر سترګو کېده. په بازارونو کې به چې خلکو د سوغات په موخه توکي پېرل، تګ راتګ لږ و او د زيارت شاوخوا بازارونو کې به غالۍ، دوديز توکي، جلکۍ او چپن، نبات او خواږه ډېر ليدل کېدل. ښوونځي د نجونو پر مخ خلاص وو او د بلخ په بازارونو او تاریخي ځایونو کې ځوانان او نجونې لیدل کېدې.
تاسې کولای شئ، خپلې کيسې او يادښتونه ۸صبح ورځپانې ته واستوئ. همدارنګه تاسې ته نژدې د پېښو عکسونه او ويډيوګانې د تلګرام لاندینئ شمېرې ته راواستوئ: ۰۷۰۵۱۵۹۲۷۰