د افغانستان امریکايي پوهنتون په هېواد کې له معتبرو پوهنتونونو څخه و چې د طالبانو رژیم په رامنځته کېدو سره یې په افغانستان کې فعالیت ودرېد. طالبانو اوسمهال ددې پوهنتون وداني نیولې او نوم یې په «اسلامي پوهنتون» اړولی دی. ددې پوهنتون یو شمېر محصلین د خپلو لوړو زده کړو له پاره عراق ته ولېږدول شول، خو ددې پوهنتون هغه سلګونه محصلین چې لا هم په هېواد کې دي، د طالبانو له وېرې سرګردانه او لالهانده ګرځي.
په دې راپور کې د هغې نجلۍ کیسه راغلې ده چې افغانستان امریکايي پوهنتون کې یې زده کړې کولې، خو طالبانو د یې بهر ته د تحصیلي سفر مخه ونیوله.
د سهار ۰۰: ۶ بجې دي. د لوړ غرونو له څوکو راختلي لمر کابل ښار روڼا کړی و. فریدې دنن ورځې لمر ختو له پاره شیبې شمارلې. ځکه دا هغه لمرخاته و چې کولای یې شول خپلو هیلو ته د رسېدو له پاره لاس ورکړي. فریده(مستعار نوم) په کابل کې د امریکايي پوهنتون محصله وه. هغه هم ددې پوهنتون د نورو سلګونو محصلینو په شان د خپلو لوړو زده کړو څخه بې برخې شوې ده. له امریکایانو سره د طالبانو دښمني ددې لامل ګرځیدلې چې دا ډله د افغانستان امریکايي پوهنتون فعالیت ودروي او ودانۍ یې ونیسي. په دې اقدام سره ددې پوهنتون سلګونه محصلین بې برخلیکه پاتې شول.
فریده یوه له هغو محصلینو ده چې برخلیک یې په هېواد کې د بې رحمانه سیاسي لوبو ښکار شو. نوموړې د وروستي تحول له امله چې د جمهوري نظام په نسکورېدو او د طالبانو رژیم واک ته رسېدو لامل شو، سخته ضربه لیدلې ده.
پر افغانستان د طالبانو بیا ځلي واکمنۍ سره هغه ډیرې ورځې د پوهنتون پرانستلو ته سترګې په لار وه، خو ورځې یو په بل پسې تیرېدې او پوهنتون ته د ستنېدو یې پته نه لګېده.
د سقوط لومړۍ ورځې د طالبانو څخه په ویره کې تیروي. فریده وايي:« موږ د پوهنتون د ریاست له لوري څو ځلې پیغامونه ترلاسه کړل چې په یوه ځای کې پټ شئ؛ ځکه هغوی[طالبانو] موږ د امریکا له لوري روزل شوي جاسوسان بللو.» دې ځوانې نجلۍ او کورنۍ یې د طالب مشرانو له لوري د هغو ټویټونو په تعقیبولو سره چې پکې به د افغانستان امریکايي پوهنتون محصلین، جاسوسان، د اسلام ضد روزل شوي، کافر او فاسق بلل شوي و، سخت ویرېدلي و. دوی ته نه دتېښتې لار پاتې وه او نه د پاتې کېدو له پاره ځای. فریده او ددې پوهنتون نور سلګونه محصلین د افغانستان امریکايي پوهنتون کې د زده کړو په جرم، میاشتې میاشتې د ویرې له امله د کور په کونج کې د هغو مجرمانو په څېر چې لا یې برخلیک نه دی معلوم، تیرې کړې.
څو میاشتې همداسې تیرې شوې او طالبان له یو لړ نورو ناخوالو اوستونزو سره مخ شول، خو د فریدې او ددې پوهنتون د نورو محصلینو برخلیک لا هم نامعلوم دی.
له څو میاشتو وروسته، د فریدې او نورو ټولګیوالو درسونه یې په انلاین ډول له سره پیلېږي. کله چې فریده دا پیغام ترلاسه کوي، ډیره زیاته خوشحاله کېږي؛ ځکه د لیسانس دورې پای ته یې یوازې یو سمستر پاتې دی. فریده په انلاین ډول خپلو درسونو ته دوام ورکوي او په دې بریالۍ کېږي چې د لیسانس دوره په بریالیتوب سره پای ته ورسوي، خو ددې دورې له پای ته رسېدو سره هغه یوځل بیا له سرګردانۍ او نامعلوم برخلیک سره مخ کېږي. له یوه لوري نجونو او ښځو ته د کار زمینه نه ده برابره او له بل لوري فریده نه شي کولای د خپل لیسانس سند چاته ښکاره کړي چې هغه له کوم پوهنتون څخه فارغه شوې ده. د افغانستان امریکايي پوهنتون څخه فراغت د تحصیل د دوام له پاره هغې ته یو بل سرخوږی جوړ کړی دی. فریده نه شي کولای له لیسانس څخه پورته زده کړې وکړي؛ ځکه هغه له داسې یوه پوهنتون څخه فارغه شوې چې طالبان یې محصلین «د امریکا روزل شوي» بولي.
د ژوند په دې کشمکش کې یوه هیله پیدا کېږي او فریده د خپل پوهنتون په همکارۍ د ماسټرۍ له پاره بورسیه پیدا کوي. دا ورځې د فریدې له پاره له تحولاتو وروسته تر ټولو ښې ورځې دي. نوموړې یو ځل بیا د خپلې راتلونکې له پاره لاس په کار کېږي، څو وکولای شي نوې علمي تجربې ترلاسه کړي. ورځې یو ځل بیا د هغې له پار په زړه پورې کېږي او له هرې ورځې ګټه پورته کوي، څو ځان د تحصیلي دورې بل پړاو ته چمتو کړي. په پای کې هغې او نورو ۲۵نجونو ته قزاقستان هېواد ویزې ورکوي. لکه څنګه چې وايي، ډیره خوشحاله وه. څه موده وروسته یې د پرواز وخت راسېږي. فریده خپل سفر ته ورځې شمیرې. تر دې ځایه یې ورځې ښې وې، خو د ۲۰۲۰کال د اګست په ۲۵مه د هغې له پاره تر ټولو تراژیدیکه ورځ وه.
د فریدې له پاره چې ټاکل شوې وه سبا ورځ د لیسانس دورې له نورو کسانو سره یوځای سفر پیل کړي او د ماسټرۍ دوره هم له هغوی سره یوځای پای ته ورسوي، نه ورځې شپې کېدلې او نه شپې سبا کېدلې. د هغې ورځې لمرخاته د فریدې له پاره تر ټولو اوږد او ځلیدونکی و.د اګست ۲۵لمر راوخوت، فریدې له خپلو هیلو او د مور له بدرقې سره چې د خپلې لور د بیا راستنېدو هیله یې درلوده، د کابل هوايي ډګر ته روانه شوه.
هوا سوکه سوکه روڼا کېده. فریده کابل ته د مخه ښې په موخه د ټکسي ښیښه پرانیزي، څو د وروستي ځل له پاره ددې ښار له هوا او فضا څخه خوند واخلي چې له کلونه راهېسې ورسره بلده وه او اوس طالبانو په خپلو سپینو بیرغونو هغه په یوه زندان بدل کړی دی. ۹بجې یې الوتنه وه، خو فریده ددې له پاره چې الوتنه له لاسه ورنه کړي، دوه ساعته وړاندې هوايي ډګر ته رسېدلې وه. د کابل هوايي ډګر ته له رسېدو وروسته، هغه خپل ملګري له مودو وروسته ویني او له خوښۍ یو بل په غیږ کې نیسي. ۰۰: ۹ بجې دي او هغوی ته د هوايي ډګر ترمینل ته ننوتلو اجازه ورکول کېږي. ټاکل شوې ده چې پر پاسپورت یې خروجي ټاپه ولګول شي او الوتکې ته پورته شي، خو طالبان پر دې پوه شول چې دا کسان د امریکايي پوهنتون محصلین دي.
طالبان فورا د فریدې اونورو ملګرو پاسپورتونه اخلي او په دې بهانه چې «شرعي محرم» نه لري له هېواده د وتلو مخه یې نیسي. نوموړې له دې صحنې سره دمخامخ کېدو له امله هک پکه پاتې کېږي او له ویرې نه پوهېږي څه وکړي. طالبان فریده او ټولې هغه نجونې چې سفر یې درلود، د هوايي ډګر دهلیز ته بیايي او تر څو ساعتونو پورې بې برخلیکه پاتې کېږي. فریده وايي:« په سر کې نه و پوه چې موږ د افغانستان امریکايي پوهنتون محصلین یو، خو نه پوهېږم څه ډول پوه شول او موضوع د طالبانو تر رییس الوزرا پورې ورسېده. هغه په قطعي ډول زموږ د تګ مانع شو.» فریده او نور ملګري یې د اتو ساعتونو له پاره په هوايي ډګر کې برمته و. له هغې او ملګرو سره یې د طالبانو چلند هم له غوسې او سپکاوي ډک و. فریده چې د طالبانو له چلند څخه شکایت کوي، وايي:«پر موږ یې ملنډې وهلې او ویل یې: ځئ! ځئ! تاسو ته څوک د تګ اجازه نه درکوي.»
له یو لوري د تحصیل له دوام څخه نهیلي او له بل لوري د هویت په ډاګه کېدلو، فریده او ملګري سخت ویرولي و. د نوموړې په خبره یو شمیر نجونې په ژړا شوې چې څه به کېږي، ځکه چې نه یې د تګ اجازه او نه یې کور ته د ستنېدو اجازه ورکوله.
فریده هماغه شیبه یوځل بیا پر هېواد د طالبانو واکمنۍ لومړۍ ورځې او له دې ډلې خپله ویره یادوي او اته ساعته د کابل هوايي ډګر کې له بېلا بېلو فکرونه سره تیروي. د مازیګر ۳۰: ۳بجې شوې او د دوی ویره لا زیاته شوه. د دوی پر وړاندې څو طالبان راڅرګندېږي او دوی ته خپل بکسونه سپاري. دغه کسان له ټولو نجونو غواړي چې خپلو کورونو ته دې ستنې شي.
فریدې او ملګرو یې چې د طالبانو له ویرې یې خلاصی موندلی وي، د څو شیبو له پاره د ارامۍ احساس کوي؛ خو فریده وايي چې دا ویرونکې ورځ به هېڅ کله له یاده ونه باسي. فریده له خپل بکس سره بېرته خپل کور ته ستنېږي. هغه په ډیره نهیلۍ او مات زړه وايي:«له بده مرغه چې ونه توانېدو لاړې شو. نه پوهېږو درسونه به مو څنګه شي.»
اوسمهال له دوو اوونیو زیات وخت کېږي چې د ماسټرۍ درسونه مو په قزاقستان کې پیل شوي. فریده او ملګرو یې څو ځلې له پوهنتون څخه پیغامونه او خبرداري ترلاسه کړي دي: «درسونه پیل شوي، ژر تر ژره راشئ؛ پرته له دې به منفکې شئ.» هغه پیغامونه چې په دې ورځو کې یې هغه سخته خپه کړې ده. یوازینی کار چې د فریدې خوب یې تښتولی، هغه د درسونو ورځې دي چې هغه شمیري. هغه وايي:« په پنځم د سپتمبر مو درسونه پیل شوي دي او اوس ۲۵ورځې تیرېږي. » فریده په دې فکر کې ده چې په زیاته غیرحاضري هسې نه چې بورسیه له لاسه ورکړي. کله ناکله له لاسه ورکړو ورځو له امله اوښکې تویوي.
دا یوازې د فریدې کیسه نه ده، بلکې ددې خاورې د زرګونو نجونو کیسه ده چې له دوی څخه د زده کړو حق اخیستل شوی دی. د تیر لمریز کال د زمري په ۲۴مه د طالبانو له لوري د افغانستان په نیولو سره، پر ښځو او نجونو سخت بندیزونه ولګېدل. نور د زده کړو، په دولتي اوخصوصي ارګانونو کې کار، ازادنه تګ راتګ اوله هېواده بهر د زده کړو دوام، خبرې لاړې. د دولتونو او نړیوالو سازمانونو فشار هم کار نه ورکوي او طالبان یې غوښتنو ته چندان غوږ هم نه نیسي. له هېۍواده بهر له شرعي محرم پرته د ښځو او نجونو سفر لا هم د طالبانو سرې کرښې دي. اوسمهال د فریدې په څېر ډیرې نجونې له زده کړو او سفر څخه بې برخې دي او د یوې چارې په هیله ناستې دي.