د هېواد ولسمشر محمد اشرف غني وایي چې که سبا د طالبانو ډله ټاکنو ته حاضره شي، هغه چمتو دی، خو له انتخاباتو پرته خپل ځای ناستي ته د واک سپارلو لپاره حاضر نه دی.
د ارګ د اعلان له مخې، ولسمشر غني دا څرګندونې د تلې په ۲۶مه نېټه د بهرنیو چارو په وزارت کې د افغانستان د بهرني سیاست د لومړیتوبونو او د ديپلوماسۍ دستګاه د اصلاحاتو په نوم جوړ شوي سیمینار کې وکړې.
د هېواد ولسمشر په دغه ناسته کې ویلي: «که طالبان سبا ټاکنو ته حاضر وي، موږ چمتو یو، خو له ټاکنو پرته خپل ځای ناستي ته د واک لېږدولو ته چمتو نه یم. ۴۲ کاله جګړه شوې او نور افغانان دا حالت نه شي زغملی ځکه موږ هم د نړۍ د نورو اولسونو په شان د ژوند کولو حق لرو.»
محمد اشرف غني په دغه سیمینار کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا له استعجالیته مننه کړې خو ویلي یې دي چې د سیمې او نړۍ د هر بل هېواد په پرتله افغانستان سولې ته د رسېدو لپاره لیوالتیا لري.
هغه جوته کړه: «موږ د تلپاتې او عادلانه سولې د ټینګښت لپاره د احساساتو پر ځای د واقعیتونو پر بنسټ پرمخ ځو.»
ولسمشر زیاته کړه چې حکومت تلپاتې او عادلانه سولې ته د رسېدو لپاره د لارې نقشه لري او له مخې به یې افغانستان خپلو موخو ته چې ملي واکمني، جمهوریت، ملي یووالی، بې طرفي، اتصال او تلپاتې او عادلانه سوله ده ورسېږي.
ولسمشر غني د افغانستان د بهرني سیاست د لومړیتوبونو او د ديپلوماسۍ دستګاه د اصلاحاتو په نوم جوړ شوي سیمینار کې د بهرني سیاست د لومړیتوبونو او د بهرني سیاست د پنځو حلقو، د سولې بهیر او د آسیا په څلور لارې د افغانستان د بدلېدو په اړه مالومات ورکړل.
محمد اشرف غني د مراسمو په پیل کې د بهرنیو چارو وزارت په انګړ کې یو نیالګی کیناوه او وروسته یې د پټۍ په پرې کولو سره د ديپلوماسۍ انستیتوت ودانۍ پرانیسته او هغه یې د شاهي دورې د لومړي وزیر محمد موسی شفیق د دیپلوماسۍ انستیتوت په نوم ونوماوه.