ولسمشرغني د ملګروملتونو د امنيت شورا په ناسته کې چې د افغانستان د سولې بهير په اړه ترسره شوه، وويل چې له طالبانو سره د مذاکراتو د بريالي کېدو لپاره د بندیزونو اجرا کېدل يو مهم اوزار دی.
غني په دې ناسته کې چې د لړم په دېرشمه، جمعه ماښام ترسره شوه، په آنلاين ډول وينا وکړه. ولسمشر غني وويل چې د ملګروملتونو بندیزونه يوازې هغه وخت اغېزمن کېدای شي چې د سولې په روان ميکانيزم کې هر بدلون د دې بهير د څرګند پرمختګ په اساس وي.
نوموړي وړانديز وکړ چې د ملګروملتونو امنيت شورا بايد ترهګري د يو «ايکوسيستم» په توګه ومني، نه د انزوا شويو سازمانونو په توګه.
ولسمشر عني وويل چې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره يوې تګلارې ته اړتيا ده چې د ملګروملتونو د اميت شورا يې ملاتړ وکړي.
غني د ملګروملتونو له امنيت شورا وغوښتل چې بياځلې په افغانسنتان کې د اوربند د رامنځته کېدو غوښتنه وکړي، ترڅو په دې توګه د کرونا له دويمې څپې سره د مبارزې لپاره ښه چمتووالی ونيول شي.
د ملګروملتونو د امنيت شورا او د دې سازمان ځينو غړو له لوري د طالبانو ډلې پر ځينو مشرانو بندیزونه او تعزیرات له کلونو راهيسې لګول شوي دي چې په دې کې د سفر ممنوعينت هم راځي.
د امريکا – طالبانو د هوکړې يوه ګټه د دغو تعزيراتو او بندیزونو لیرې کېدل ګڼل شوي دي.
له بل پلوه ولسمشر غني وويل چې د افغانستان د سولې په اړه د ملګروملتونو د امنيت شورا ناستې ترسره کېدل د دې معنی ورکوي چې دغه شورا په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټيکاو لپاره غښتلی هوډ لري.
ولسمشر غني د افغانستان د خلکو د ملاتړ لپاره د ملګروملتونو د امنيت شورا ژمنې، د جګړې د ختمولو، بیا ادغام، تلپاتې سولې او ثبات، بشري حقونو ته د درناوي لپاره او دا چې افغانستان بياځلې د ترهګرو لپاره په امن پټنځای بدل نه شي مهمې وګڼلې.
ولسمشر غني وويل چې افغانستان له نړيوال تروريزم سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې دی او د ترهګرۍ د ماتې لپاره په ګده له خپلو شريکانو سره مبارزه کوي چې سولې ته ورسېږي. د نوموړي په وينا سولې ته رسېدو په وخت کې ښايي چې ټول د يو او بل په څنګ کې وي.
ولسمشر وويل چې د سولې ټينګښت قيمت لري او په دوحه کې د دولت مرکچي پلاوی په مذاکراتو کې خپلو ژمنو ته پابند دي.
غني، سوله د خپل دولت لومړيتوب اعلان کړ او ويې ويل چې بايد د سولې بهیر ته نوې انرژي وبښل شي، ځکه په دوحه مذاکرات په نامطلوب حالت کې دي او د ملګروملتونو امنيت شورا کولی شي چې مثبت رول ولوبوي.
د نوموړي په وينا نن ورځ نړیواله ټولنه دې پايلې ته رسېدلې ده چې افغانستان يوې سياسي حل لارې ته لاسرسی پيدا کړي او په نړۍ کې د واکمنۍ او ولسواکۍ لرونکی او سوله ييز هېواد واوسي.
محمد اشرف غني په خپلو خبرو کې وويل چې د ملګروملتونو د امنيت شورا د افغانستان پر ارزښتونو او موخو د تائيد مهر لګوي او همدارنګه هغه چوکاټ مشخص کوي چې يوازې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت مشروع دی او اسلامي امارت د ملګروملتونو له لوري په رسميت نه دی پېژندل شوی او له بيا منځته راتګه يې ملاتړ نه کوي.
ولسمشر غني همداراز د ملګروملتونو له امنيت شورا د افغانستان د دفاعي او اميتي ځواکونو د ملاتړ غوښتونکی شؤ.
غني، د افغانستان د بېلابېلو برخو پرمختګونو په اړه هم يادونه وکړه. نوموړي وويل چې د افغان امنيتي ځواکونو ۹۸ سلنه پوځي عمليات په خپلواکه توګه پرمخ ځي.
د نوموړي په وينا د ملي شورا ۲۸ څوکۍ د ښځو په واک کې دي چې د امريکا له پارلمان څخه يې فيصدي لوړه ده.
همدارنګه نوموړي وويل چې ۵۳ سلنه صنعتي کارونه د ښځو له لوري مخ ته وړل کېږي او ۳۷ سلنه زده کوونکي نجونې دي.
ولسمشر د ناستې په پای کې وويل چې د افغانستان په اړه د ژنیو کنفرانس او پايلې يې د هېواد پر ځان بسياينې او پرمختګ اغېزمن رول لري.