۸صبح، غور: په غور کې سیمه ییزې سرچینې وایی، چې ددغه ولایت یو شمېر ښځو او نجونو د یوې اعتراضیه غونډې په جوړولو سره، د طالبانو لخوا د ښځو پر زده کړو روان بندیز، یو جنایت وبوله.
سیمه ییزو سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي، چې چهارشنبه، (کب ۱۷مه)، د ښځو د پیوستون نړیوالې ورځې په مناسبت، غور کې د طالبانو والي دفتر مخې ته، ښځو او نجونو یوه اعتراضیه غونډه جوړه شوې وه.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، لاريونوالو ښځو شعارونه ورکول چې د «تعليم منعکول جرم دى؛ د جرم پر وړاندې چوپتيا ذلت دى!» او (تعليم، کار، ټولنيز عدالت)، زموږ حق دى. تبعیض ته نه وایو، ژوندۍ دې وي برابري!»
د طالبانو لخوا د لګول شويو محدوديتونو له امله د رسنيو لخوا دغه لاریون ته پوښښ نه دى ورکړل شوى.
په ورته وخت کې، د هرات ځايي سرچینو، د دغه ولایت په مرکز کې، د سختو امنیتي تدابیرو خبر ورکړی دی.
د سرچينو په وینا، دغه امنيتي تدبیرونه د ښځو لخوا د مارچ اتمې احتجاجونو مخنيوي لپاره، نيول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې نن د افغانستان یو شمېر ښارونه، د ښځو د لاریونونو شاهدان ول.