۸صبح، کابل: په کابل ښار کې یو شمېر نجونو د ښوونځیو د نه پرانیستل کېدو له امله اعتراض کړی او د ښوونځیو د پرانیستلو غوښتنه یې کړې ده.
دغو نجونو زده کوونکو نن پنجشنبه د وري پر ۴ د «تحصیل تر ټولو لومړنی انساني حق دی» او «د نجونو د زده کړو مخنیوی څرګند جنسیتي توپیري چلن دی» په شعارونو د پوهنې وزارت د نوي تصمیم پر وړاندې خپل مخالفت څرګند کړی دی.
نجونو زده کوونکو چې په یوه تړلي ځای کې اعتراض کړی، د غیرسیاسي او غیرایډیولوژیکو زده کړو غوښتنه کړې او ویلي یې دي، چې د ښوونځي دروازه د رڼا دروازه ده او باید د روڼاندي نسل په حق کې جفا ونه شي.
د جمهوري نظام له پاشل کېدو وروسته، د نجونو پر وړاندې د ښوونځیو دروازې وتړل شوې او له نړیوالو فشارونو او د سرپرست حکومت د چارواکو له ژمنو سره سره ښوونځي تر اوسه نه دي پرانیستل شوي.
د نوي ښوونیز کال په پیل سره د نجونو ښوونځیو تړلي پاتې کېدل، له پراخو کورنیو او نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوي دي.
ډېری هېوادونو دا کار د خواشینۍ وړ بللی او د ښوونځیو د پرانیستو غوښتنه یې کړې ده.
نجونو زده کوونکو هم چې کله د خپلو ښوونځیو تړلې دروازې ولیدلې، د ناهیلۍ اوښکې یې تویې کړې او د ښوونځیو د پرانیستو غوښتنه یې وکړه.