۸صبح، کابل: د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو رییس د له هېواده بهر رسنیو د خاوندانو د غیابي محاکمې ادعا رد کړې ده.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو رییس عبدالحق حماد سه شنبه شپه د مرغومي پر دیارلسمه نېټه په یو لړ ټویټونو کې لیکلي، چې د ملي ګټو پرضد د ځینو رسینو د فعالیتونو په تړاو له شکایتونو وروسته د دغو رسنیو مسوولان یې د رسنیزو سرغړونو کمیسیون ته غوښتي ترڅو په دې برخه کې شته اندېښنې ورسره شریکې کړي.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو رییس ویلي، چې د هغوی غوښتنو ته د دې رسنیو د نه پاملرنې له امله د هغوی دوسیې محکمې ته لېږل شوې دي ترڅو د دغو رسنیو د جوازونو د لغوه کېدو په اړه پرېکړه وشي.
د حماد د څرګندونو له مخې د طالبانو محکمه د پنجشنبې پر ورځ د دغو رسنیو د استازو په حضور خپله فیصله وړاندې کوي.
د ویلو ده، چې تېره ورځ د ژورنالیستانو د ټولنو فدراسیون په یوه اعلامیه کې ویلي، چې عبدالحق حماد د له هېواده بهر رسنیو د غیابي محاکمې خبر ورکړی دی.