هېواد کې د پخواني جمهوري نظام له پرځېدو او واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د نورو ګڼو ستونزو ترڅنګ د برېښنا په برخه کې ستونزې په بې ساري ډول زیاتې شوي، چې له امله یې صنعتي سکتور مخ په ځوړ روان دی.
په دې وروستیو کې له ازبکستانه د وارداتي برېښنا پرې کېدو او په کور دننه د برېښنا د کمښت له امله د عامو خلکو ترڅنګ په ټول هېواد کې د صنعتي کارخونو فعالیتونه د سقوط له ګواښ سره مخ شوي.
تازه د برېښنا د نشتوالي له کبله ننګرهار کې څه باندې ٣٠٠ کارخونې تړل شوې دي.
د دغه ولایت د شېخ مصري صنعتي ښارګوټي اړوند د یو شمېر کارخونو مسوولان وایي، د برېښنا د نشتوالي له امله ورته په تېره یوه میاشت کې میلیونونه افغانۍ زیان رسېدلی دی.
صنعتکاران زیاتوي، چې د برېښنا کموالی له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ کړي او دې چارې په دغه ښارګوټي کې بوخت زرګونه کارګر هم بې روزګاره کړي دي.
وسیم چې په شېخ مصري صنعتي ښارګوټي کې د وسپنې د ویلي کولو فابریکه لري د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه کوي، چې د برېښنا په برخه کې شته ستونزو ته رسېدنه وکړي.
نوموړی خبرداری ورکوي، چې که د برېښنا ستونزه ژرترژره هواره نه شي پاتې فعالې کارخونې به هم وتړل شي.
وسیم شېرزاد له ٨صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «شېخ مصري صنعتي پارک کې شاوخوا ۴۰۰ فابریکې دي، چې څه باندې درې سوه یې د برېښنا له وجې بندې دي، که حکومت د برق ستونزه حل نه کړي پاتې فابریکې چې لږترلږه کم فعالیت کوي، هم وتړل شي.»
د صنعتکارانو د معلوماتو له مخې په شېخ مصري صنعتي ښارکوټي کې شاوخوا شپږ زره کارګر په مستقیم ډول پر کار بوخت وو، چې د برېښنا د نشتون له امله ٩٠ سلنه کارګر بې روزګاره شوي.
وسیم شېرزاد وایي، د کارګرو د بېکارۍ ترڅنګ د کارخونو خاوندانو ته میلیونونه افغانۍ زیان رسېدلی.
هغه اندېښنه لري، که د طالبانو حکومت د صنعتکارانو ستونزو ته رسېدنه ونه کړي ګڼ پانګوال به له هېواده بهر ته ولاړ شي.
نوموړي وویل: «په دې کارخانو کې شاوخوا شپږ زره کسان پر کار بوخت وو؛ خو اوس چې بريښنا نشته ٩٠ سلنه یې بېکاره شوي دي، د کارګرو ترڅنګ مونږ ته هم میلیونونه افغانۍ تاوان رسېدلی او که طالبان دا ستونزه حل نه کړي، ډېر پانګوال به نور له افغانستانه خپله پانګه وباسي.»
د ننګرهار صنعتکاران غوښتنه کوي، چې په کور دننه د شته برېښنا یوه برخه دې دوی ته په واک کې ورکړي، ترڅو دوی د خپل صنعت ولاړ څرخ ته حرکت ورکړي او زرګونه بې روزګاره شويو کارګرو ته د یو نمړۍ حلالې نفقې د ګټلو زمینه برابره شي.
صنعتکار ضمیر ساپی وایي: «که ازبکستان په افغانستان باندې برېښنا پرې کړې، نو حکومت دې یوه اندازه داخلي بریښنا صنعتي ته ورکړي، چې کارونه پیل شي او خلک هم پر کار مصروف شي.»
د افغانستان د برېښنا شرکت لپاره د طالبانو مسوولان بیا د یادې ستونزې لامل د ازبکستان له لوري افغانستان ته د وارداتي برېښنا پرې کېدل یادوي.
د برېښنا شرکت مطبوعاتي مسوول حکمت میوندي وایي، صنعتي کارخونو د برېښنا ستونزې حل ته کار کوي او وایي، هڅه کوي چې ژر دغې ستونزې ته د حل لار وموندل شي.
میوندي زیاتوي: «ازبکستان افغانستان ته د قرارداد له مخې برق نه شي ورکولای او له همدې وجې یې پر افغانستان برق پرې کړی، مونږ هڅه کوو چې د صنعتي کارخونو برېښنا ستونزه د داخلي برېښنا پر مټ حل کړو.»
په افغانستان کې د برېښنا کمښت نه یوازې دا چې صنعتکاران له ګڼو ستونزو سره مخ کړي؛ بلکې عام خلک، د پوهنتونونو محصلان، دولتي او غیردولتي موسسې هم د برېښنا د نشتوالی له امله د خپلو چارو له ځنډېدو شکایت کوي.
د جمهوري حکومت پرمهال هم د برېښنا د کمښت او یا پرې کېدو له امله په ساعتونو او یا د ګوتو په شمېر ورځو لپاره د صنعتي کارخونو چارې له ستونزو سره مخ کېدې؛ خو واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته پر صنعتي کارخونو د برېښنا پرې کېدل میاشتو ته رسېږي.
عام خلک د طالبانو پر حکومت غږ کوي، چې نور دې د خلکو پر ژوند او پانګې لوبې نه کوي او باید د خلکو د شته ستونزو حل لپاره کارنده ګامونه پورته کړي او د خلکو د تېرویستنې په موخه دې له کاذبو ژمنو لاس واخلي.