۸صبح، کابل: د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست سراجالدین حقاني د بېلابېلو ادارو ویاندویانو ته ویلي چې له رسنیو سره د مالوماتو د شریکولو پر مهال مبالغه ونه کړي او خلکو ته له دروغ ویلو ډډه وکړي.
حقاني پنجشنبه د مرغومي پر ۲۱مه د «ویاندویانو د ظرفیت لوړونې ناستې» په پای غونډه کې د رسینو له استازو سره پر ښه چلن ټينګار کړی دی.
نوموړي له طالب ویاندویانو غوښتي چې د ځان نه؛ بلکې د اړوندو بنسټونو استازیتوب وکړي او خلکو ته دې د بېلابېلو مسایلو په اړه په سمه توګه مالومات وړاندې شي.
حقاني زیاته کړې: «باید د ځان استازولي ونه کړئ او په سمه توګه د خپل اړوند بنسټ استازولي وکړئ.»
نوموړي ویلي: «خلک سم پوه کړئ، ډېره مبالغه مه کوئ او دروغ مه وایاست.»
دا په داسې حال کې ده چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته پر خبریالانو او رسنیو پر ځينو چارو بندیزونه لږېدلي او د ځينو خبریالانو پر نیولو، وهلو ټکولو او بندي کولو یې لاس پورې کړی دی.
څه موده وړاندې د انټرنیوز یوې څېړنې ښوولې چې پر افغانستان د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته پر رسنیو د لګېدلو بندیزونو له کبله پر دودیزو سرچینو (راډیو، تلویزیون او ورځپاڼو) د خلکو باور کم شوی دی.