۸صبح، کابل: د افغانستان د خبريالانو مرکز په خوست ولايت کې د طالبانو له زندانه د درېيو سيمهييزو خبريالانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.
نوموړي بنسټ یوه اعلامیه خپره کړې او ویلي یې دي چې دا درې خبريالان دوشنبه د غويي پر ۳مه له غرمې مخکې شاوخوا ۱۰:۰۰ بجې د طالبانو د امربالمعروف او نهي عنالمنکر ریاست ته لومړی احضار او بیا نیول شوي دي.
د ناز راډيو خبريال اسماعيل سعادت، د اقراء راډيو خبريال وحيدالله معصوم او د خلکو غږ راډيو خبريال احسان الله تسل نیول شوي کسان دي.
د اعلاميې پر بنسټ، طالبانو دا درې خبریالان د «موسيقۍ خپراوي» او «له ښځینه اورېدونکو سره د ټیلفوني اړیکې» په تور نيولي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د خوست یوې سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته د طالبانو له خوا په دغه ولایت کې د درېیو خبریالانو د نیول کېدو خبر ورکړی و.
واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د هېواد په رسنيو کې د موسيقۍ پر خپرېدو بنديز ولګېد، خو رسنیو سره د نجونو او ښځو پر ټیلیفوني اړیکې بندیز هغه نوې مسئله ده چې د تېرکال کب میاشت کې د خوست ولایت د طالبانو امنیه قومندان په امر پلي شوه.