د افغانستان له سویلي ولايتونو کندهار، هلمند، ارزګان او زابل څخه ۸صبح ورځپاڼې ته په رارسېدلي راپورونو کې راغلي چې په دغو ولايتونو کې د موسمي ناروغيو شمېر د زیاتېدو په حال کې دی او تر پنځه سوه زرو زيات کسان پر دې ناروغیو اخته شوي دي.
د کندهار ولايت د عامي روغتیا په رياست کې ناروغيو ته د چمتووالي اداره وايي چې په ۲۰۲۳ کال کې يې په دغه ولايت کې نږدې ۵۴۴ زره کسان په روغتونو کې د موسمي ناروغيو له کبله بستر کړي دي.
په یاد ولايت کې ناروغيو ته د چمتووالي ادارې مسوول ډاکټر نجها ابراهيمي وايي چې د ۲۰۲۲ کال په پرتله په ۲۰۲۳ کال کې د موسمي ناروغيو شمېر څو برابره زيات شوی و.
هغه وايي چې په دې کې د اسهالات، سینه بغل، کرونا، نفستنګي، محرقه، ملاریا او نورې تنفسي ناروغۍ شاملې دي.
دی وايي چې د تنفسي ناروغيو د پراخېدو لاملونه ډېر دي، خو اساسي يې د خلکو اقتصادي ستونزې، د روغتیايي مرکزونو کمښت او پر وخت روغتيايي مرکزونو ته د ناروغانو نه رسيدنه ده.
نوموړي وويل: «په ۲۰۲۳ کال کې موږ ۵۴۳ زره ۸۰۰ پيښې د تنفسي ناروغان لرو چې د تېرکال په پرتله څو برابره زیاتوالی ښيي.»
په ورته وخت کې هغه کسان چې خپلوان يې پر بېلابېلو موسمي ناروغيو اخته او دا مهال په روغتون کې بستر دي وايي چې په ډېرو ستونزو سره يې خپل ناروغان د درملني په موخه تر ميرويس روغتون پورې رسولي دي.
له ارزګان ولايت څخه ميرويس روغتون ته د بيبي حيا په نوم يوه ميرمن چې خپل ۵ کلن ماشوم يې د درملنې په موخه راوړی ۸صبح ته يې وويل، په سيمه کې روغتيايي خدمتونو ته نه لاسرسی، اقتصادي ستونزې او د ماشومانو د روزنې په برخه کې کم پوهاوی د دې لامل شوی چې ماشومان یې پر سينه بغل ناروغۍ اخته شي.
دا ميرمن وايي چې په ټول ژمي کې یې دومره وس نه لرلو چې خپل ماشومان ګرم وساتي.
بيبي حیا وايي چې د دوی په سيمه کې ګڼې نورې ميندې هم شته چې پر بېلابېلو موسمي ناروغيو اخته شوې دي.
هغه وايي: «زما لور سينه بغل ده، له ارزګان ولايت څخه راغلي يو، دلته ډاکټرانو راته وويل چې باید کوچنیان په کورونو کې ګرم وساتئ او سمه روزنه يې وکړئ، خو موږ دومره وس نه لرو چې خپل کورونه ګرم وساتو، په ټول ژمي کې موږ اور نه دی بل کړی، ټول ژمی په يخ کې راباندې تېر شوی.»
د کندهار ولايت له ارغستان ولسوالۍ څخه د يو ناروغ ماشوم پلار حاجي حبیبالله چې زوی يې پر محرقه ناروغۍ اخته شوی هم له ورته ستونزو شکايت کوي او زياتوي چې په سيمو کې د روغتيايي
مرکزونو کمښت او اقتصادي ستونزې د دې لامل شوي چې د دوی د کورنۍ غړي پر بېلابېلو ناروغيو اخته شي.
دی وايي چې په نږدې ټوله ولسوالۍ کې يو روغتيايي مرکز فعال دی چې هغه هم په ښه کیفیت خدمات نه وړاندې او د دوی ستونزو ته پکې په سمه توګه رسېدنه نه کېږي.
دی وايي هغه کسان چې ولايتي روغتونونو ته د خپلو ناروغانو د لېږد وس نه لري، په کلي کې يې ناروغان ژوند د لاسه ورکوي.
حاجي حبیبالله زیاتوي:«زموږ په ولسوالۍ کې يو روغتون دی چې ورشئ ټولې د بازار نسخي درکوي، هېڅ شی په ټول روغتون کې نشته، هلته چې د هر چا وس رسېږي خپل ناروغان ښار ته راوړي، که يې وس نه وي، بس همدلته يې ناروغان ژوند بایلي، که مونږ ته په سیمه کې روغتيايي مرکزونه جوړ شي، پر وخت به خپلو ناروغانو ته رسېدنه کوو.»
روغتياپالان وايي چې د موسمي ناروغيو يو لامل ماشومانو ته د واکسين نه رسول او ترڅنګ يې مناسب خواړه نه چمتو کول دي.
په کندهار کې د ماشومانو متخصص ډاکتر عبدالروف رفيع له کورنيو څخه غوښتنه کوي چې خپل تر پنځه کلنۍ کښته ماشومانو ته پر وخت واکسين ورکړي او دهوا د بدلون پرمهال دې داسي غذايي مواد ورته برابر کړي چې اوبلن وي.
د رفيع په خبره، که د ماشومانو غذايي موادو او د هغوی د اوسېدو ځايي ته په سم ډول پاملرنه وشي پر موسمي ناروغيو د اخته کېدو احتمال به کم وي.
هغه زیاتوي: «ټولې کورنۍ باید پر خپلو ماشومانو د واکسين ټولې دوري ترسره کړي، د موسم بدلېدو سره باید داسې غذايي مواد خپلو ماشومانو ته برابر کړي څو اوبلن وي او ماشومان وکولای شي چې ژر يې هضم کړي.»
که څه هم ډاکټران له پنځه کلونو څخه پر کښته ماشومانو د واکسين پلي کول اړين يادوي، خو تر دې وړاندې له سویلي ولايتونو څخه يو شمېر کورنيو شکايتونه کړي وو چې د دوی سيمو ته پر وخت واکسين نه رسېږي.
څو میاشتې دمخه د طالبانو د عامې روغتيا وزیر ډاکټر قلندر عباد ويلي و چې د افغانستان په هېڅ ولسوالۍ کې دوی معياري روغتيايي مرکز نه لري او دا مهال په ټول هېواد کې ۳۸۵ روغتيايي مرکزونو جوړېدو ته اړتيا ده.
د هغه په خبره، د روغتيايي مرکزونو کمښت د دې لامل شوی چې په لیرې پرتو سيمو کې خلک له روغتيايي خدمتونو څخه محرم پاتې شي.