سړه هوا او موسمي ناروغۍ؛ په سمنګان کې د سینه بغل ناروغۍ له امله شپږ ماشومان مړه شوي

۸صبح، سمنګان: په سمنګان کې روغتیایی سرچینې وایي، چې په دغه ولایت کې د سختې سړې هوا له امله تنفسی ناروغۍ ډېرې شوې او له امله یې څو ماشومان مړه شوي دي.
د سمنګان ولايت روغتيايي سرچينې پنجشنبه د مرغومې پر نههویشتمه ۸صبح ورځپاڼې ته وایي، چې سږ کال د سړې هوا له امله تنفسي ناروغۍ په ځانګړې توګه د ماشومانو په منځ کې ۷۰ سلنه زياتې شوې دي.
د روغتيايي سرچينو د معلوماتو له مخې، په تېرو دوو اوونيو کې په سمنګان کې شپږ ماشومان د سينه بغل له امله مړه شوي دي.
ویل کیږي چې د تنفسي ناروغانو د زیاتوالي له امله د سمنګان د ولایتي روغتون د ماشومانو څانګه د بسترونو له کمښت سره مخ ده.
د سمنګان ولایت په مرکز ایبک ښار کې د شهید ډاکتر اکرام الدین وکيلزاده روغتون مسوولان وايي، چې د دغه روغتون د ماشومانو څانګې ته هره ورځ له ۲۰۰ نه تر ۲۵۰ پورې تنفسي ناروغان مراجعه کوي، چې له دې ډلې ۵۰ یې بستر ته اړتیا لري.
د دغه روغتون د مسوولينو په وينا، که څه هم د سمنګان د ولايتي روغتون د ماشومانو څانګه د ٤٠ بسترونو ظرفيت لري، خو اوسمهال تر ١٥٠ ډېر ماشومان پکې بستر دي.
د يادونې ده، چې په دې وروستيو کې د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې د بې سارې سړې هوا له امله د ماشومانو په ګډون لسګونه کسان مړه شوي دي.