امريکا د ترهګرۍ په وړاندې مبارزې په موخه په افغانستان کې له دوو لسيزو حضور وروسته د مې په مياشت کې د خپلو ځواکونو د بشپړ وتلو بهیر پيل کړ. په دغه مياشت کې د طالبانو ډلې له لوري د بريدونو د زیاتوالي اټکل رښتيا شو. ځينو تمه لرله چې د طالبانو ډله به د امريکايي پوځيانو د وتلو سره هممهاله ځينې ولايتونه ونیسي. د امنيتي چارواکو د څرګندونو پر بنسټ په دغه مياشت کې په ۱۰۴ ولسواليو کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې دوام درلود. په مې مياشت کې له پنجشیر او دایکندي پرته په ۳۲ ولايتونو کې پېښې، لکه جګړې، چاودنې او نښتې رامنځته شوې دي. دغو ټولو پېښو له ځان سره مرګ ژوبله لرلې ده. طالبانو په دغه مياشت کې په وردګو او لغمان ولايتونو کې څو ولسوالۍ ونیولې. البته د دولت او طالبانو ډلې ترمنځ د ولسواليو لاس په لاس کېدل له مې مياشتې مخکې هم یوه معموله چاره وه. خو په ځينو ولايتونو کې د طالبانو ډلې د برلاسي کېدو خبرونه رښتيا نه دي. طالبانو په دغه مياشت کې پر څو ولايتونو او ولسواليو بريدونه وکړل او له امنيتي او دفاعي ځواکونو سره په جګړه کې ښکېل شول؛ خو تر دې دمه د جګړې د ډګر ګټونکي امنيتي او دفاعي ځواکونه دي. امنيتي او دفاعي ځواکونو د طالبانو ډلې ته د ډېرو تلفاتو په رسولو او د لويو ښارونو په ساتنې سره خپل چټک غبرګون او وړتيا ثابته کړې ده.
د طالبانو ډلې او امنيتي ځواکونو ترمنځ ترټولو سخته جګړه د بغلان، هلمند، وردګو او کندهار ولايتونو کې وه. په مې مياشت کې د امريکايي ځواکونو د وتلو په بهیر کې څه چې روښانه شوي، هغه دا دي چې افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو په مخامخ جګړه کې طالبان په شا تمبولي دي. په دې توګه چې دغو ځواکونو په تېره يوه مياشت کې د طالبانو ټول بريدونه شنډ کړي او هغوی ته يې درانه تلفات اړولي دي. په دغو جګړو کې طالبانو ته ډېر تلفات اوښتي دي او په وژل شويو کسانو د دوی څو مهم مشران شامل دي. په کندهار ولايت کې له طالبانو ډلې سره د امنيتي او دفاعي ځواکونو جګړې د ولايتونو او ولسواليو د سقوط لپاره د دې ډلې ټول اټکلونه ناسم ثابت کړل. د امنيتي چارواکو په وينا، طالبانو د ارغنداب د سقوط لپاره ځانګړی چمتووالی نيولی ؤ او ظاهرا يې د کندهار ولايت د لاندې کولو لپاره د افغانستان له بېلابېلو ولايتونو مرستندويه قوتونه هم راغوښتي ؤ؛ خو په پايله کې دا ډله بریالۍ نه شوه. د ارغنداب په جګړه کې د طالبانو تلفات بې مخينې بلل شوي دي.
د طالبانو د پروګرامونو او جګړو يوه مهمه موخه د بغلان ولایت محاصره او سقوط ؤ چې په هغې کې نه يوازې بريالي نه شوه چې ولايت سقوط کړي، بلکې ډېر تلفات هم ورورسېدل. د بغلان جګړې د روژې مياشتې پرمهال څو ورځې او شپې دوام وکړ او د همدې جګړې پر مهال يو ځل د افغانستان د ملي پوځ يوه چارواکي ادعا وکړه چې په دې ولايت کې يې د طالبانو ډلې شاوخوا ۱۰۰ جنګيالي مړه او ټپيان کړي دي. دغه تلفات په يو ځل او د ۴۸ ساعتونو پر مهال په نهرين، مرکزي بغلان او دهنه غوري کې طالبانو ته اوښتي دي. د ورته تلفاتو شمېر په اړه د جګړې پر مهال، په مخکې ورځو او وروسته هم راپورونه ورکړل شوي دي.
په مې مياشت کې په هلمند کې هم جګړه شوې ده چې په دې جګړه کې هم طالبانو ته درانه تلفات اوښتي دي. د پوځ قومندانانو په هلمند کې د طالبانو د ماتې او دوی ته د اوښتو زيانونو خبره کړې ده.
د بدخشان ولايت د چارواکو په وينا، د دغې مياشتې په اوږدو کې طالبانو ډلې پر يفتل پايان، درايم، خاش، جُرم، وردوج او راغستان ولسواليو يرغليز بريدونه وکړل چې د درنو تلفاتو په ليدلو سره پر شا وتمبول شول. طالبانو په بدخشان کې هم د مې مياشتې پر مهال هېڅ ډول لاسته راوړنه او پرمختګ نه دی لرلی.
د افغانستان دننه او بهر د ځينو د څرګندونو، محاسبو او تمو پرخلاف، افغان امينتي او دفاعي ځواکونو د امريکايي ځواکونو په نه شتون کې او د دوی د وتلو پر مهال څو برابره ښه عمل کړی دی. طالبانو فکر کاوه چې له امريکايي ځواکونو پرته به ځينو ولايتونو ته سقوط ورکړي او کابل به تر سختې اقتصادي کلابندۍ لاندې راولي. خو په مې مياشت کې د طالبانو پر وړاندې د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو کړنې او عمل بل څه په ډاګه کړل. په مې مياشت کې په ټولو مخامخ جګړو کې بريا د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو وه.
د مې مياشتې په اږدو کې د طالبانو د امينتي او دفاعي ځواکونو نښتې ښيي چې له پوځي لارې بريالي کېدل ناشوني دي. له پوځي لارې د پوځ او حکومت ړنګول په دومره آسانۍ سره ناشونی کار دی. په همدې اساس باید هېڅ لوری د خبرواترو او مذاکرې فرصت له لاسه ورنه کړي.