• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۲ لړم ۱۴۰۵ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د بهرنيو ځواکونو له وتلو وېره؛ د ښځو لاسته راوړنې په خطر کې دي

راپور: حبيب حميدزاده، ژباړن: محمد عزيز پردېس

 راپور: حبيب حميدزاده، ژباړن: محمد عزيز پردېس راپور: حبيب حميدزاده، ژباړن: محمد عزيز پردېس
۱۶ غبرګولی/جوزا ۱۴۰۰ - ۶ جون ۲۰۲۱ [t_time:1622987071]

د بشري حقونو نړيوال بنسټونه د افغانستان د روان وضعيت په اړه اندېښمن دي او وايي چې په تېرو دوو لسيزو کې د ښځو لاسته راوړنې له جدي ګواښ سره مخامخ دي. د بښنې نړيوال سازمان د سولې په خبرو کې د ښځو محدودې ونډې ته په کتو سره د ښځو د لاسته راوړنو په وړاندې ګواښونو په اړه خبرداری ورکوي. د دغه بنسټ په وينا، بايد د سولې بهیر پر مهال د افغان مېرمنو او نجونو غږ واورېدل شي او افغان دولت دې هم د دوی د پراخ ګډون په هکله ډاډ ورکړي. خو د ښځو چارو وزارت په دې باور دی چې دغه اندېښنې د ټولنې ټولو برخو ته مطرح دي او اوسمهال دولت په کافي اندازه دې چارې ته پاملرنه کوي. د دغه وزارت د مسؤلينو په وينا، د دولت په عالي شورا کې د ښځو د ونډې ډېرېدل، د دې معنی ورکوي چې ښځو او د هغوی لاسته راوړنو ته پاملرنه کېږي او هغوی هيله لري چې له دې وروسته د ښځو حقونو ته لا ډېر پام وشي. له دې وړاندې له افغانستان سره مرسته کوونکو هېوادونو ويلي ؤ چې په افغانستان د ښځو او نجونو له حقونو ساتنه کوي. تازه د امريکا سنا جرګې يوه کړنلاره وړاندې کړې چې پر بنسټ يې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت اړ دی له افغانستانه د امريکايي ځواکونو له وتلو وروسته په کال کې دوه ځله په افغانستان کې د ښځو او نجونو د وضعيت په اړه دغه بنسټ ته راپور ورکړي. سربېره پر دې ويل شوي چې له دغو حقونو د سرغړونې په صورت کې به امريکا د افغانستان راتلونکي دولت ته د مرستې له ورکړې ډډه وکړي. د جنيوا کنفرانس پر مهال له افغانستان سره مرستندويه هېوادونو د مرستو د دوام په اړه د خپل لومړني شرط په توګه ويلي ؤ چې بايد د تېرو دوو لسيزو لاسته راوړنو او په ځانګړي ډول د ښځو له حقونو ساتنه او د ودې لپاره يې کار وشي.

د بښنې نړيوال سازمان وايي چې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو په وتلو سره په دغه هېواد کې د ښځو او نجونو لاسته راوړنې له جدي ګواښ سره مخامخ دي. دغه بنسټ څو ورځې وړاندې وویل، د سولې د مذاکراتو په برخه کې د ښځو ګډون ته په کتو سره د دوی لاسته راوړنې له ګواښ سره مخ دي.

د بښنې نړيوال سازمان د آسيا برخې مديرې يميني مېشرا ويلي چې د سولې د مذاکراتو ټکني وضعیت په افغانستان کې حالات کړکېچن کړي دي او هره ورځ په لسهاوو ملکي وګړي وژل کېږي.

د نوموړې په وينا: «اوس د دې وخت رارسېدلی چې افغان دولت او د نړۍ هېوادونه په خپلو منځونو کې سره ژمن شي او هڅه وکړي چې د سولې په خبرو اترو کې په تېرو دوو لسيزو کې د ښځو پر لاسته راوړنو معامله ونه شي.»

د دغه بنسټ مسؤلينو زياته کړه چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته، ښځې له ګڼو ستونزو لکه: د زده کړو حق ته نه لاسرسی، په ټولنه کې د حضور او ګډون بنديز او روغتيايي خدمتونو ته له نه لاسرسي سره مخامخ وې او اوس له کلونو هڅو وروسته توانېدلي چې په سياسي، ټولنيز او اقتصادي برخو کې ونډه ولري. د بښنې نړيوال سازمان په يوه راپور کې هغو ۳.۳ ميليون نجونو ته اشاره شوې چې لیک لوست کوي. د بنښې نړيوال سازمان وايي چې د سولې مذاکراتو په پيل سره د دولت د مرکچي پلاوي له ۲۱ غړو يوازې څلور ښځې دي او همداراز د مسکو ناستې لپاره د دولت په پلاوي کې هم يوې مېرمنې ګډون درلود. دغه بنسټ د ښځو د حقونو فعالينو د خبرو له قوله ويلي چې د سولې اوسنۍ خبرې اترې د افغانستان د ښځو او نجونو پر راتلونکې رغنده رول او اغېز لري او بايد په دغه بهیر کې د ښځو غږ واورېدل شي. د بښنې نړيوال سازمان په خپل راپور کې زیاته کړې چې افغان دولت بايد د سولې په خبرو کې د ښځو پراخ او معنی لرونکي ګډون په اړه ډاډ ورکړي.

په ورته وخت کې د ښځو چارو وزارت وايي چې د بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته اندېښنې او ننګونې د ټولنې ټولې برخې ګواښي او ښځې هم له دې مستثنی نه دي. د دغه وزارت مسؤلينو په وينا، سره له دې چې اندېښنې شته خو اوس مهال د سولې په مذاکراتو کې د ښځو ونډه ډېره شوې او په حکومت کې هڅو ته په کتو سره هيله ‌مندي شته چې د سولې مذاکراتو په بهير د ښځو ونډه نوره هم زیاته شي او پر راتلونکې يې اغېز هم زياد شي. د ښځو چارو وزارت وياندې رويا دادرس ۸صبح ته وويل چې حکومت د ښځو حقونو او د هغوی ونډې ته درناوی کوي او د دولت په عالي شورا کې د ښځو ونډې ډېرېدل د دې موضوع ښودنه کوي. هغې زياته کړه چې اړتيا ده ښځې د دولت په عالي شورا کې هم فعاله ونډه ولري او په اساسي پرېکړو کې د هغوی د استازو غږ هم واورېدل شي. آغلې دادرس زياته کړه چې هېوادونو او نړيوالو بنسټونو د بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته هم افغان مېرمنو ته د خپلو مرستو د دوام په اړه ژمنه کړې او دغه موارد د دې لامل کېږي چې د ښځو د لاس ته راوړنو خوندیتوب ته هيله مندي زیاته شي.

له دې وړاندې د بشري حقونو د څار بنسټ ويلي ؤ چې له افغانستان سره مرستندويه هېوادونه د بشري حقونو او په ځانګړي ډول د افغان ښځو او نجونو له حقونو ملاتړ کوي. د دغه بنسټ په وينا تازه د امريکا سنا جرګې يوه کړنلاره وړاندې کړې چې له مخې يې په افغانستان کې د راتلونکي حکومت د بشري حقونو رعايتولو په اړه سپارښتنې شوې دي. په دغه کړنلاره کې راغلي چې له بشري حقونو سرغړونه د نړیوالو مرستو د کمښت لامل کېدای شي. په دغه کړنلاره کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مکلف شوی چې هر کال دوه ځله د افغان مېرمنو او نجونو د وضعيت په اړه سنا جرګې ته راپور ورکړي. په کړنلاره کې راغلي چې امريکا د افغان ښځو د حقونو خوندیتوب ته دوام ورکوي، خو په ورته وخت کې خبرداری ورکړل شوی چې د دغو مواردو د سرغړونې په صورت کې به د افغانستان راتلونکي دولت ته د مرستو له ورکړې ډډه وشي.

ويل کېږي چې څه موده مخکې د جنيوا کنفرانس پر مهال مرستندويه هېوادونو له افغانستان سره د مرستو د دوام لپاره لومړنی شرط د بشري حقونو خونديتنوب ګڼلی ؤ. دغو هېوادونو ويلي ؤ چې بشري حقونه، بنسټيزې ازادۍ او په ځانګړي ډول د ښځو حقونه د ډېر اهميت وړ دي. دغو هېوادونو زياته کړې وه چې بايد د ښځو پياوړتيا او پر ځان بسيايني او د دوی د حقونو خونديتوب ته جدي پاملرنه وشي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

بهرني خبرونه

ګوتېرېش په یمن کې د نښتو د سختېدو په غبرګون کې د زغم غوښتنه وکړه

۳۰ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792690016]
یونیسف په نورستان کې نږدې لس زره کسانو ته د پاکو اوبو د برابرولو خبر ورکړ
خبرونه

یونیسف: په افغانستان کې میلیونونه ماشومان له اقلیمي ګواښونو سره مخ دي

۳۰ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792686995]
نړیوالې جزایي محکمې «د ساخاروف د فکر او ازادۍ» جایزه وګټله
بهرني خبرونه

نړیوالې جزایي محکمې «د ساخاروف د فکر او ازادۍ» جایزه وګټله

۳۰ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792684716]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سمرقند ته تللی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • داعش خراسان؛ په تېرو ۹ کلونو کې د رهبرۍ جوړښت او لړۍ

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بادغیس کې نښته؛ سرچینې د دوو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په هالنډ کې د ازبکي ژبې د ملي ورځې د نمانځنې مراسم ترسره شول

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.