۸صبح، هرات: د هرات اوسېدونکي د اختر په ورځو کې د چاپېریال د ککړتیا له زیاتېدو او د عمومي واټونو تر څنګ د کثافاتو د غونډېدو له امله د ناروغیو له خپرېدو اندېښنه څرګندوي.
اوسېدونکي د ښاري کثافاتو د ټولولو په برخه کې د طالبانو له اړوندو بنسټونو په ځانګړې له ښاروالۍ او چاپېریال ساتنې څخه شکایت کوي او وایي، که د اختر په ورځو کې غونډ شوي کثافات د ښار د عمومي واټونو له شاوخوا څخه ټول نه شي، د ډېرو ناروغیو د خپرېدو لامل کېږي.
د هرات اوسېدونکي د دغه ولایت په ښاروالۍ کې د غیرمسلکي کسانو شتون او د ښاري کثافاتو د مدیریت له کړنلارې او د هغوی د ډولونو نه پېژندنه د ښاري چاپېریال د ککړتیا اصلي لامل ګڼي.
هرات د افغانستان یو له لویو ښارونو دی، چې هر کال د لوی اختر په ورځو کې د ښاروالۍ د تنظیف برخه د ښاري کثافاتو په ټولولو کې پر کمې پاملرنې تورنېږي.