۸صبح، کابل: په پاکستان کې د مسیح شهاب په نوم د یو افغان ځوان د وژل کېدو خبر تر خپرېدو وروسته، د نوموړي خپلوان وايي چې هغه وژل شوی نه دی او په خبره یې، له یو لوړ ځایه لویدلی او ساه یې ورکړې ده.
سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي چې دا ځوان یکشنبه د وري پر ۱۹مه له روژه ماتي وروسته په اسلاماباد کې فیصل جومات ته تللی او هلته یې په یوې پېښه کې ژوند بایللی دی.
مسیح ته یوې نږدې سرچینې زیاته کړې: «مسیح جان د فیصل جومات د کټارو له پاسه د دغه جومات د اوداسه ځای ته لویدلی او ساه یې ورکړې ده.»
سرچینې وایي چې د مسیح سر زیان لیدلی و.
پېښه هغه مهال شوې چې مسیح په دغه سیمه کې پر انځور اخیستلو بوخت و.
له پرون راهیسې په ټولنیزو شبکو د پاکستان په اسلاماباد کې د مسیح شهاب د وژنې خبرونه ښکته پورته کېږي.
ویل کېږي چې نوموړی هلته د کوم بل هېواد د ویزې په تمه و.