۸صبح، تخار: له تخار څخه سیمه ییزې سرچینې وايي، چې د آمو سیند اوبه زیاته شوې، چې له کبله یې سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه اوبو لاندې کړه ده.
له دغه ولایته سیمه ییزو سرچینو پنجشنبه د چنګاښ پر شاړسمه ۸صبح ورځپاڼې ته وویل، چې له څو ورځو راهیسې د دغه سیند اوبه راپورته کېږي؛ خو نن د پخوا په پرتله زیاتې راپورته شوې دي.
د سرچینو په وینا، دغه سیند د تخار د قرهتپه، غلامخېل، کشميها، عازياباد و عمراباد کلیو اوسېدونکو ته هم زیان اړولی دی.
د سرچینو په وینا، د سیمې اوسېدونکي کوښښ کوي د اوبو مخه ونیسي؛ خو له وسه یې پورته ده.
د دغه سیند د اوبه هر کال د تخار په درقد، خواجه بهاوالدین، چاه آب او خواجه غار ولسوالیو کې کرنیزې ځمکې لاندې کوي.