۸صبح، کابل: د طالبانو ډلې د هېواد په شمال کې د قوشتپې کانال د کیندلو چارې د روان کال په لومړیو کې پيل کړې. په دې منځ کې بیا د دې اندېښنې شته، چې د دغه کانال کیندل به د سیمهییزو نښتو لامل وګرځي.
اکانومیسټ ورځپاڼې جمعه د سلواغې پر ۲۸ د دغه کانال کیندلو، له دې پروژې د ګټې اخیستو په اړه د طالبانو پرېکړې او همداراز هغو پایلو ته چې د دغې پروژې له بشپړېدو وروسته به رامنځته شي، پام کړی دی.
د دغه راپور له مخې د قوشتپې کانال پروژه له ازبکستان سره پولې ته نږدې د آمو له سیند څخه اوبه، د بایر دښتو ته راګرځوي. داسې حال چې دغه هېواد د پنبې کروندو د خړوبولو لپاره له همدې اوبو ګټه اخلي.
دې ته په پام سره اکانومیسټ باوري دی، چې د اوبو پر سر د احتمالي کړکېچونو زیاتوالی یوه ستونزمنه اړیکه لا خرابوي؛ په داسې حال کې، چې افغانستان د برېښنا د تامین په برخه پر ازبکستان تکیه کړې ده.
په همدې حال کې جرمني کې یوه افغان انجنیر ویلي، چې د کانال کیندل د کار اسانه برخه ده او جدي ننګونه د دې پروژې مالي تامین، د دغه کانال پر سر د پلونو جوړول او همداراز دا ده، چې کانال نه دی پوښل شوی او په دې صورت کې ډېره اندازه اوبه په وچه خاوره او د سیمې په رېګونو کې له منځه ځي.
د دغه کانال جوړول ۸.۲ میلیارده افغانۍ (۹۱ میلیون ډالر) لګښت لري، چې د ۲۰۲۲ کال په لومړیو اتو میاشتو کې د افغانستان له اته سلنه کورنیو عوایدو سره سم دي.
طالبانو ویلي، چې د دغه کانال په جوړولو سره به د افغانستان په شمال کې ۵۵۰ زره هکټاره د بایر دښتې خړوبې شي.
د ویلو ده چې د قوشتپې کانال کیندل یوه اقتصادي پروژه ده، چې طالبان تل له دې لارې د خپل واک د پیاوړي کولو لپاره د تبلیغاتو په توګه کار اخلي.