۸صبح، کابل: د پاکستان لومړي وزیر عمران خان، د شنبې په ورځ د تلې په لسمه نېټه د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره د ټلیفون له لارې د افغانستان د وضعیت په اړه خبرې کړې دي.
د تاجکستان د ولسمشرۍ دفتر اعلان کړی چې په دغه ټلیفوني اړیکه کې امام علي رحمان او عمران خان د سیمې او افغانستان د وضعیت په اړه بحث او خبرې وکړې.
امام علي رحمان ویلي چې د افغانستان وضعیت د تاجکستان د پام وړ دی؛ ځکه ټولې هغې پېښې چې په دې هېواد کې کېږي، په مستقیمه توګه د سیمې پر وضعیت اغېز لري.
د تاجکستان ولسمشر ټینګار کړی چې د بېلابېلو لوریو ترمنځ خبرې اترې په افغانستان کې د سولې او ثبات د رامنځته کېدو لپاره اړینې دي. هغه په دې بهیر کې له ټولو لوریو سره د همکارۍ لپاره د خپل هېواد چمتووالی اعلان کړی دی.
د پاکستان د لومړي وزیر د دفتر د اعلان له مخې، عمران خان او امام علي رحمان په افغانستان کې د سولې او پخلاینې پر ارزښت ټینګار کړی دی.
عمران خان ویلي چې باید د افغانانو بشردوستانه اړتیاوې پوره شي او نړیواله ټولنه له دغو خلکو سره مرستې وکړي.
د پاکستان لومړي وزیر همداراز د اقتصادي کړکېچ د مخنیوي او د خلکو د کړاوونو د پای ته رسولو لپاره له افغانستان سره د اقتصادي همکاریو پر اهمیت ټینګار کړی دی. عمران خان او امام علي رحمان هوکړه کړې چې په دې اړه خپلو تماسونو ته دوام ورکړي.
عمران خان چې د وږي په ۲۶مه نېټه د شانګهای د همکاریو سازمان د مشرانو په ناسته کې د ګډون لپاره د تاجکستان پلازمیني دوشنبې ته تللی و، هغه وخت یې هم له امام علي رحمان سره د افغانستان د وضعیت په اړه خبرې اترې کړې وې.
د پاکستان لومړي وزیر ټینګار کړی و چې په افغانستان کې د پخلاینې لپاره هڅې کوي. هغه له دغه سفره وروسته اعلان وکړ چې له طالبانو سره یې په حکومت کې د تاجکانو، هزاره ګانو او ازبکانو د شاملولو لپاره مذاکرات پیل کړي دي.
له بلې خوا، د طالبانو او تاجکستان ترمنځ جنجال روسیه اندېښمنه کړې ده. طالبانو په دې وروستیو کې تاجکستان د افغانستان په کورنیو چارو کې په لاسوهنې تورن کړی دی.