۸صبح، کابل: د پاکستان مخکینی لومړی وزیر عمران خان وایي، چې امریکا غواړي د دغه هېواد له هوایي اډو د افغانستان وضعیت وڅاري.
هغه پنجشنبه د غویي پر ۱۵ جوته کړه، چې پاکستان باید په هېچ جګړه کې ښکېل نه شي.
عمران خان زیاته کړه، چې له امریکا سره د دوه اړخیزو اړیکو غوښتونکی دی، بې له دې چې د پاکستان ګټې له خطر سره مخ شي.
عمران خان ادعا کړې، امریکا مسکو ته د پاکستان د دولتي مشرانو د سفر مخالف دی او غواړي، چې د پاکستان او مسکو اړیکې محدودې کړي.
د هغه په وینا، د بایډن دولت له پاکستانه غواړي، له چین سره هم خپلې اړیکې محدودې کړي.
همداراز عمران خان له لومړي وزارته د هغه د ګوښه کېدو لامل د امریکا دسیسه بولي او وایي، چې لږ تر لږه د ۲۲۰ میلیونه پاکستانیانو په رایو لومړي وزارت ته رسېدلی و.
د پاکستان مخکینی لومړی وزیر په داسې حال کې د هغه هېواد د هوایي اډو د کارولو په هکله د امریکا د غوښتنې خبره کوي، چې له دې مخکې رسنیو دا موضوع منعکسه کړې وه؛ خو د عمران خان په مشرۍ د پاکستان دولت هغه رد کړه.
د ویلو ده، چې عمران خان په افغانستان کې د طالبانو جدي ملاتړی و او د دوی د رسمیت پېژندلو او له هغوی سره د نړیوالې ټولنې د تعامل لپاره یې ډیپلوماتیکې او رسنیزې هڅې کړې دي.