په بدخشان کې د«ORCD» څېړنېزې، علمي او ټولنیزې موسسې یو شمېر کارکوونکي وايي چې دغې موسسې د اکتید دفتر په ملاتړ په نوموړي ولایت کې د ناروغانو د درملنې او د خوارځواکۍ د «سکرینینګ» پروژه اخیستې وه.
د دوی په وینا، دغې موسسې د پروژې له پای ته رسولو مخکې، خپل ټول کارکوونکي په ناقانونه توګه ګوښه کړي، په داسې حال کې چې د دوی شپږمیاشتني معاشونه نه دي ورکړي.
د «ORCD» څېړنیزې، علمي او ټولنیزې موسسې د دفتر کارکوونکي سید اکبر ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې دوی دا پروژه د بدخشان په لیرې پرتو سیمو کې عملي کوله.
سید اکبر زیاته کړه: «دا پروژه د یوه کال لپاره وه، خو مخکې له دې چې بشپړه شي، مسوولینو یې د دفتر دروازه وتړله او له بدخشانه وتښتېدل.» سید اکبر همداراز وویل چې نوموړي او همکارانو یې چې د شپږو مېرمنو په ګډن کابو ۱۷ تنه کېږي، له شپږو میاشتو راهیسې معاشونه نه دي اخیستي.
ددغې موسسې یوه کارکوونکي عابدالله هجران وویل چې د قرارداد له مخې باید دغه دفتر خپل کارکوونکي له ګوښه کولو یوه میاشت مخکې خبر کړي وای.
د هجران په خبره، دوی له ولسوالیو د بدخشان مرکز ته وربلل شوي او په یوه ناسته کې له مخکینۍ خبرتیا پرته ورته وویل شول چې تاسو له دندې ګوښه شوي یاست.
هغه همداراز زیاته کړه: «اوس چې په کابل کې مرکزي دفتر د پروژې له همغږۍ کوونکي سره اړیکه نیسو، راته وایي چې پیسې نه لرو او که مو پیسې ترلاسه کړې، ستاسو معاشونه درکوو.»
ددغې موسسې یوه کارکوونکې نادره وايي چې نوموړې پوروړې ده او له وېرې یې له کوره نه شي وتلی او آن خپل تلیفون نه شي روښانه کولای. نادرې زیاته کړه: «مجبور شوي یوو چې د توشکو او غالیو په ګډون د کور ټول توکي وپلورو ترڅو خوراکي توکي پرې وپېري.»
معترض کارکوونکي خبرداری ورکوي مخکې له دې چې ماشومان یې له بې وزلۍ مړه شي ترجېح ورکوي چې د کتید موسسې د دفتر په مخکې پرلت وکړي او خپلې شونډې وګنډي.
له بلې خوا د اکتید دفتر کارکوونکی احمد یما وايي چې دوی له «ORCD» څېړنیزې، علمي او ټولنیزې موسسې هېڅ ملاتړ نه دی کړی.
د هغه په وینا، دواړو دفترونو له دوو دونرانو دوې بېلابېلې پروژې لرلې او دا چې دوی ویلي له دفتره یې د اکتید له خوا تمویلېده، واقعیت نه لري. موږ غوښتل په دې هکله د «ORCD» موسسې نظر هم ترلاسه کړو، خو بریالي نه شوو.