۸صبح، هلمند: هلمند کې ځایي سرچینې وايي، چې OHPM موسسې په دغه ولایت کې هغه ۳۳ روغتیایي مرکزونه بېرته رغولي، چې په تېرو جګړو کې ویجاړ شوي وو.
د OHPM موسسې د لوجستیک مدیر رفیع الله سادات ویلي، چې دا دفتر په هلمند کې د ۷۸ روغتیايي مرکزونو د بیارغولو پلان لري، چې تر اوسه د ۳۳ مرکزونو چارې پشپړې شوې او د ۲۹ نورو د رغونې کارونه روان دي.
ښاغلي سادات ویلي، چې د دې موسسې کار په جګړو کې د زیانمنو شویو روغتیايي مرکزونو بیارغونه ده او دوی به په هلمند کې ټول ویجاړ شوي روغتیايي مرکزونه ورغوي.
هلمند په تېرو شلو کلونو کې تر ټولو زیات جګړه ځپلی ولایت دی.