۸صبح، هرات: په هرات کې ځايي سرچینې وايي چې د دغه ولایت دوه اوسېدونکي په ایران کې د فاضله اوبو په څاه کې له لوېدو وروسته مړه شوې دي.
سرچینې وايي چې دا پېښه سهشنبه د سلواغې پر ۳مه د ایران په کرج ښار کې شوې ده.
دا کسان فریدون او الیاس نومېدل او د هرات د کرخ ولسوالۍ اوسېدونکي و.
د سرچینو په خبره، فریدون او الیاس څاه ته له ولوېدو وروسته د ګازنیونې له کبله ساه ورکړې ده.
د روان کال په زمري میاشت کې هم څلور افغانان په ایران کې د فاضله اوبو په څاه کې د ګازنیونې له کبله مړه شوي و.
په افغانستان کې بېوزلي او بیکاري نورو هېوادونو ته د کډوالۍ اصلي لامل ګڼل کېږي.