د روسیې دفاع وزارت په بلګورود سیمه کې د دغه هېواد د یوې پوځي الوتکې د لوېدو خبر ورکړی او ویلي دي چې په دې پېښه کې نږدې ۶۴ اسیرشوي اوکرایني سرتېري وژل شوي دي.
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې دا پېښه چهارشنبه د جنورۍ پر ۲۴مه د روسیې او اوکراین پولې ته نږدې په بلګورود سیمه کې شوې ده.
روسیې پر اوکراین تور پورې کړی چې په قصدي ډول یې دا الوتکه ویشتلې او په خبره یې په دې الوتکه ۶۵ اسیرشوي اوکرایني سرتېري سپاره و او دا یې «وحشیانه ترهګریزه کړنه» بللې ده.
د روسیې دفاع وزارت زیاته کړې چې په دې «ایلوشین ایل – ۷۶) پوځي الوتکه کې شپږ کارکوونکي او درې روسي سرتېري هم سپاره و.
د دغه وزارت په ویناپاڼه کې راغلي: «د اوکراین رهبرۍ ښه پوهېدل چې له پلان سره سم، نن اوکرایني پوځيان د پوځي الوتکو په مرسته د بلګورود هوايي ډګر ته وړل کېږي، څو مبادله شي.»
په دې ویناپاڼه کې لیکل شوي چې د پخوانۍ هوکړې له مخې، تمه کېده چې دا چاره له غرمې ورورسته د روسیې او اوکراین ترمنځ پولې ته څېرمه د کولوتیلوکا پوستې سره وشي.
د روسیې د دفاع وزارت یادونه کړې: «د اوکراین مشرتابه د دغه ترهګریز برید په ترسره کولو خپله اصلي څېره بربنډه کړه.»
له بلې خوا د اوکراین د ولسمشر سلاکار میخاییلو پودولیاک په دې هکله رویټرز ته ویلي: «لږ وروسته به په دې اړه نظر اعلان کړي، د ټولو معلوماتو د روښانتیا لپاره وخت ته اړتیا ده.»
خپرو شویو ویډيوګانو کې هم ښکاري چې د بلګورود سیمې په یابلونوو کلي کې یوه لویه الوتکه په ځمکه رالوېږي او چاودنه کوي.
د اوکراین د پوځي اطلاعاتو ویاند اندري یوسف ویلي چې تمه وه نن د بندیانو تبادله وشي؛ خو دمګړۍ دا چاره نه کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د اوکراین لوی څارنوال ویلي و چې له روسیې سره په جګړه کې د دغه هېواد د وژل شویو پوځيانو شمېر له ۵۰۰ زرو اوښتی دی.