کندهار چي د هیواد یو لوی کرنیز ولایت دی او ددغې سیمې انار، انګور، انځر او خټکي نړیوال شهرت لري خو په دې وروستیو کي د کرنیزو درملو د ټیټ کیفیت او د مسلکي کسانو د نشتوالي له امله ډېر بڼوال زیانمن شوي دي. د کندهار بڼ لروونکي وايي چې یوازې په بازار کې د کرنیزو آفتونو درمل نه بلکې د دولت له خوا ورکړل شوي درمل یې هم بڼونو ته زیانونه اړولي او حاصلات یې نیمايي ته راکم کړي دي. د کندهار د ډنډ ولسوالۍ یو بزګر سید محمد وايي چې په تېرو کلونو کې به یې له خپلې زمکې لس خرواره غنم ترلاسه کول خو سږ کال دا کچه پینځه خروارو ته راټیټه شوې ده. هغه وايي کله یې چې سږ کال کروندې ته د نباتي آفتونو ضد درمل ورکړل نو حاصل یې نیمايي شو.
په دې ولسوالۍ یو بل بزګر محمد قاسم هم وايي چې په خپله زمکه یې پالک او پياز کرلي وو او کله یې چې په بازار کې پېردول شوي درمل ورکړل د پیازو کښت زیاته برخه یې وچه شوه او دوه برابره یې زیان وکړ. د کندهار یو بل کرونګر عطا محمد چې د مېوو پالېز لري له کرنیزو درملو شکایت لري او وايي چې په ځلونو یې کښت ددغو درملو له امله خراب شوی دی. هغه وايي، د مسلکي کسانو د نشتوالي او له غوره لارښوونې پرته یې کښت ته درمل ورکړل خو د ګټي پر ځای یې زیان وکړ.
د بڼوالو دا ستونزه مو په کندهار کې د کرنیزو درملو د شرکتونو له مسوولینو سره شریکه کړه او د دوی د جواز او مسلکي وړتیا په اړه مو ترې پوښتنه وکړه خو ډېری پلورونکو وویل چې درمل د تجربې پر اساس ورکوي. له دغې ارزونې وروسته جوته شوه چې په کندهار کې د کرنیزو درملو یوازې څو د ګوتو په شمېر مسلکي درملتونونه شته، خو ډېری دغه درمل پلورونکي په دې برخه کې مسلکي تجربه نه لري او د کمپنۍ د نوم له مخې درمل پلوري. د دغو ارزونو له مخې، حیواني او نباتي درمل هیچا ته د کروندې یا څارویو له کتلو وروسته نه ورکول کېږي له دې امله د ګټې پر ځای زیان ورته رسوي. له ډېرو هڅو وروسته مو په کندهار کې د وترنرۍ برخې له یوه ډاکتر سره خبرې وکړې او نوموړي هم ومنله چې شرکتونه تر ډېره کرونګرو او څاروي لرونکو ته په خپلسر درمل ورکوي چې د ګټې پر ځای ورته زیان رسوي. نوموړی وايي چې پر دغو شرکتونو د دولت له خوا منظمه څارنه نه کېږي. له بلې خوا، دا ستونزه مو د کندهار ولایت د کرنې ریاست له مسوولینو سره هم شریکه کړه، دوی هم دا ستونزه مني خو وايي چې په دې وروستیو کې یې د شرکتونو د جواز او مسلکي کارکوونکو د ارزولو لپاره هڅې پيل کړې دي.
د کندهار د کرنې رییس سید حافظ الله سیدي وايي چې په کندهار کې ۲۵ نباتي او ۲۷ حیواني شرکتونو فعالیت لري چې په خبره یې له ډيرو څخه یې له دې وړاندې د کار جوازونه اخیستي دي.
نوموړی وايي چې اوسمهال ۲۵ نور شرکتونه غواړي نوي جوازونه واخلي چې دا جوازونه به د کرنې وزارت د لایحې او مقرراتو پر بنسټ ټولو اصولو ته په پام سره ورکول کېږي.
دا په داسی حال کې ده چي هر کال په کندهار کې د انارو، انګورو او نورو مېوو د حاصلاتو پرمهال بڼوال، بزګران او سوداګر د مېوو له خراب کیفیته شکایت کوي، له همدې امله نورو هېوادونو ته دا مېوې نه شي صادرولی.