د نړۍ درېيم شتمن او پانګهوال، نوموتی پروګرام جوړوونکی او د مايکروسافټ څښتن، بېل ګېټس پرېکړه کړې چې له خپلې مېرمنې ملينډا څخه بېل شي.
بېل ګېټس د نړۍ په کچه درېيم ستر شتمن او د مايکروسافټ شرکت بنسټ ايښودونکي تېره ورځ ناوخته اعلان وکړ چې دی له خپلې مېرمنې ملېنډا ګېټس څخه بېلېږي.
نوموړي په خپل ټوېټر ليکلي دي چې دی او مېرمن يې نور پر يو او بل بارو نه لري نو له همدې امله غواړي د خپل ۲۷ کلن ګډ ژوند ته د پای ټکی کېږدي.
ښاغلي ګېټس زياته کړې ده چې، له ډېر فکر څخه وروسته مو پرېکړه کړې ده چې خپل واده ختم کړو. بېل ګېټس او ملېنډا لومړی ځل په ۱۹۸۰ زېږديز کال کې هغه وخت سره وليدل چې ملېنډا له مايکروسافټ کمپنۍ سره کار پيل کړ.
بېل ګېټس او ملېنډا له خپل ګډ ژوند څخه درې ماشومان لري او د دوی دواړه د خيريه کارونو لپاره د بنسټونه هم لري. ګېټس په ۱۹۹۴ زېږديز کال کې د بېل او ملېنډا په نوم خيريه ټولنه جوړه کړه څو وشي کولی د وګړو سره په مختلفو برخو او په ځانګړي ډول د روغتیا په برخه کې د پام وړ مرستې وکړي.
دغې جوړې ويلې دي چې، موږ د خيريه چارو د موخې لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوو، خو نور دا باور نه لرو چې د ژوند راتلونکي پړاو کې سره يو ځای واوسو.





