۸صبح، پروان: پروان کې ځايي سرچینې وايي، یو ۴۰ کلن سړی د فقر او بېوزلۍ له کبله د دغه ولایت مرکز کې ځان ځندۍ کړی دی.
دا پېښه د جمعې پر شپه د لیندۍ پر ۲۶ د پروان مرکز اړوند تتمدره کلي کې شوې ده.
د سرچینو په خبره دا سړی محمدنجیب نومېده او د شپږو ماشومانو پلار و.
ځايي سرچینو د محمدنجیب ځان وژنه فقر او بېوزلي یادوي.
هغوي وايي، دا سړی په تېر کې د مسافروړونکو موټرو چلوونکی و، خو له څه مودې راهیسې وزګار شوی و.
پروان کې د طالبانو چارسمبالي حکومت ځايي چارواکو تراوسه په دې تړاو څه ویلي نه دي.
د یادونې وړ ده، چې له څه مودې راهیسې د هېواد په کچه د فقر او بېوزلۍ له کبله د ځان وژنې پېښې زیاتې شوې دي.