۸صبح، کابل: د کونړ د مهاجرینو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست وایي، تېره یوه اوونۍ په دغه ولایت کې د جګړېاو تاوتریخوالي د زیاتېدو له کبله نږدې اووه زره او ۵۰۰ کورنۍ بې کوره شوي دي.
د کونړ د مهاجرینو او بېرته راستنېدونکو چارو رییس عبدالرشید ساپي د زمري پر نهمه، ۸صبح ورځپاڼې ته وویل، چې دا کورنۍ د غازي آباد او ناړې ولسوالیو بې ځایه شوې او یادې ولسوالۍ اوسمهال د طالبانو په ولکه کې دي.
د ساپي په خبره د دغو کورنیو له ډلې، پنځه زره یې د کونړ په مرکز اسعدآباد، سرکاڼو، مرورې، سوکې، نورګل، خاص کونړ او وټه پور ولسوالیو کې چې امنه ولسوالۍ دي، ځای پر ځای شوې او پاتې نورو ننګرهار ته پناه وړې ده.
د نوموړي په خبره، هره ورځ د جګړې او ناامنۍ له کبله د دغه ولایت د بې ځایه شویو شمېر زیاتېږي.
همداراز ښاغلي ساپي زیاته کړه، چې دولت او نور مرستندویه بنسټونه چمتو دي، چې بې ځایه شویو ته مرسته ورسوي.