۸صبح، کابل: سرچینې د یوې اونۍ په لړ کې د هېواد په پنځو ولایتونو کې د ۵ تنو د وژل کېدو او۷ تنو د ټپي کېدو خبر ورکوي.
دغه پېښې له شنبې ( د سلواغې ۱۵مې) نه د چهارشنبې تر ورځې پورې د کابل، هرات، پروان، بامیان او غزني په ولایتونو کې شوې دي.
په هرات ولایت کې سرچینې وايي، چې په هرات کې وسله والو غلو د هرات ښار په نهمه ناحيه کې د طالبانو يوې پوستې ته څېرمه عبدالقادر آزداني د موبايل د غلا کولو لپاره ټپي کړ.
د سرچینو په وینا، نوموړی وروسته په روغتون کې د ژورو ټپونو له امله ساه ورکړه.
شل کلن عبدالقادر محصل و.
په همدې حال کې په هرات کې سرچینې وايي، چې په دغه ښار کې پنځه تنه په چړو او دوه تنه په ډزو ټپیان شوي دي.
دغه راز په کابل ولايت کې سرچينې تاييدوي چې وسله والو غلو د دغه ښار په کارته نو سيمه کې يو ځوان د هغه د موبایل د غلا کولو پرسر وژلی دی.
دغه ځوان مجید نظامي نومېده او د یوه خصوصي پوهنتون محصل و.
بل خوا، په غزني ولایت کې یوې سرچینې د سې شنبې په ورځ د سلواغې پر ۱۸مه، ۸صبح ورځپاڼې ته تایید کړه، چې د غزني ښار د دویمې حوزې اړوند د قلعه قاضي په سیمه کې د یوه سړي مړی موندل شوی دی.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه سړى په چړو وهل شوى دى.
بل پلو، په بامیان ولایت کې سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې یو شپون په بې رحمانه ډول وژل شوی دی.
وژل شوی شپون علي داد نومیده او ۲۲ کلن و.
ویل کېږي چې نوموړی د دوشنبې په ورځ د سلواغې پر ۱۷مه د نامعلومو وسله والو په ډزو وژل شوی دی.
له پروان ولايته په ترلاسه شوي خبرکې ويل شوي دي، چې په دغه ولايت کې يو ځوان د ناپيژاندو کسانو له خوا وژل شوى دى. سرچینې وایي، چې دغه ځوان حشمت الله نومېده او د دوشنبې په ورځ د سلواغې پر۱۷مه، د باباجي پله په سیمه کې له یوه ورزشي کلپه د وتلو پر مهال د نامعلومو کسانو له خوا وژل شوی دی.
د یادونې وړ ده، چې د جنايي پېښو او مرموزو وژنو زياتوالي هېوادوال اندېښمن کړي دي.