کندهار چې د طالبانو د غایب مشر ملا هیبتالله د راج چلونې پلازمېنه هم ګڼل کېږي، ولس یې له سختې بېکارۍ او د اقتصادي ستونزو له زیاتوالي شکايت کوي. د کندهار ولايت اوسېدونکي وايي چې په دغه ولايت کې د فابريکو سقوط او د خلکو د اقتصادي ستونزو زیاتوالی د دې لامل شوي چې د کاري فرصتونو کچه راټيټه شي.
د کندهار يو اوسېدونکي رحمتاالله چې کلونه کلونه يې په دغه ولايت کې د صابون جوړونې په يوې فابريکه کې کار کړی ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې تېرکال د فابریکې مسوول له خوا ورته ويل شوي چې د توليداتو بازار یې کم شوی او اړ دی څو خپل کارکوونکي له دندو څخه ګوښه کړي.
هغه وايي د تېرکال راهیسې بېکاره دی او د کورنۍ د اتو غړو ساتنه او پالنه يې ورترغاړې ده. رحمتالله وايي، هره ورځ د چوک سر ته د کار پیدا په موخه ځي؛ خو زياتوي چې په اوونۍ کې يوه ورځ داسي راځي چې په ۳۰۰ افغانۍ ورځنی کار پیدا کړي.
د نوموړي په وينا، د تېرکال راهیسې يې اقتصادي وضعيت زيات خراب شوی او اندېښمن دی چې د روان کال په بهیر کې به يې ستونزې لا پسې زياتې شي.
هغه وويل: «دلته د صابون په فابريکه کې مې کار کاوه، تېرکال کال يې راته وويل چې نور دې وظيفه ختمه شوې. په کور کې د اتو کسانو سرپرستي زما ترغاړې ده، د ډوډۍ پیدا کېدو ته اندېښمن يم، په يوه اوونۍ کې يوه ورځ مزدوري پیدا کېږي چې ۳ سوه افغانۍ راکوي. یوې اوونۍ کې په ۳۰۰ افغانيو د دومره کورنۍ ساتل او پالل ډېر سخت دي.»
په کندهار ولايت کې يو شمېر نور بېکاره کسان هم د اقتصادي ستونزو او د کار له نشتوالي شکايتونه کوي او وايي چې د کاري فرصتونو د کمښت له کبله يې د ژوند چارې په ډېرې سختۍ سره مخي ته ځي.
د محمدکريم په نوم کندهار ښار يو بل اوسېدونکی وايي چې په یوې صنعتي فابریکې کې يې کار کاوه؛ خو په وینا یې، سږکال د دوی فابريکې د طالبانو د لوړو مالياتو او برېښنا نشتوالي له کبله سقوط شوې چې د ده په ګډون ورسره لسګونه نور ځوانان هم بېکاره شول. دی وايي، له هماغې ورځې وروسته چې بېکاره شوی د خپلې کورنۍ لپاره د وچې ډوډۍ پیدا کېدو ته حیران او اندېښمن دی.
نوموړی زیاتوي: «ما دلته په صنعتي ښارګوټي کې د ماشين د پرزو په يوې توليدي کار خونه کې کار کاوه چې سږکال سقوط شوه زموږ ډېر کسان يې کورونو ته رخصت کړل. زه خپله د ماشين پرزو جوړونې په برخه کې کافي تجريبه هم لرمه؛ خو هېڅ کار راته نه پیدا کېږي. هرې فابريکې ته چې ورشم وايي چې موږ کارکوونکو ته اړتيا نه لرو. ورځ تربلې مې اقتصادي ستونزې زیاتېږي.»
د تاجمحمد په نوم د کندهار ښار يو بل اوسیدونکی وايي چې ملکي کارکوونکو ته یوازې د موسسو او سوداګرو په ساختماني کارونو کې ورځ مزدوري پیدا کېږي او په وينا يې، په دولتي ساختماني چارو کې طالبان ملکي خلکو ته د کار اجازه نه ورکوي او د هغوی له خوا هغه کسانو ته د کار کولو اجازه ورکول کېږي چې خپل ملګري یې وي، ږيره ولري او د هغوی پر اصولو يې ځان برابر کړی وي.
نوموړی وايي چې اوس د پخوا په څير سوداګر او موسسې هم په ساختماني برخه کې زيات کار نه کوي او په وینا یې د ده په څير سلګونه ځوانان په کار پسې ګرځي.
دی زیاتوي:« چې د خپلې کورنۍ لپاره وچه ډوډۍ پیدا کړمه دا زما لپاره لويه خبره ده. موسسې او سوداګر اوس د بیارغوني په برخه کې دومره کار نه کوي. دولتي پروژې چې دي ټول هغه کاروکوونکي پکې پر دندو ګمارل کېږي چې د طالبانو خپلوان وي او د دوی پر اصولو برابر وي. عام خلک طالبانو بیخي له ځانه جلا کړي دي.»
موږ هڅه وکړه چې په کندهار کې د بېکارۍ کچې لوړېدو په هکله د خلکو څرګندوني په دغه ولايت کې د طالبانو له مسوولانو سره شريک کړو؛ خو د پرلپسي هڅو سره سره د هغوی سره په خبرو کولو بریالي نه شوو.
کندهار کې په تېرو کابو درېیو کلونو کې لسګونه کسانو د دې له کبله ځان وژنې کړي چې اقتصادي ستونزې يې لرلې او دومره وس يې نه وه چې د خپلي کورنۍ پالنه او روزنه وکړي.
د کندهار ترڅنګ د هېواد په ډېرو ولایتونو کې خلک د کاري فرصتونو له نشتوالي او اقتصادي ستونزو له زیاتوالي شکايتونه کوي.
په هېواد کې داسې مهال له اقتصادي ستونزو او د کار له نشتوالي شکايتونه کېږي چې نړۍوال بانک د روان کال د غويي میاشتې پر ۳مه په يو خپاره شوي راپور کې ويلي و چې د افغانستان راتلونکی اقتصادي وضعیت ناڅرګند او تیاره دی او د دغه هېواد اقتصادي تحرک په ټپه ولاړ دی.
دغه بانک په خپل راپور کې ويلي دي چې د افغانستان اقتصادي حالت په ټپه درېدو له کبله د افغانستان د ناخالصو توليداتو کچه ۲۶ سلنه کمه وشي ده.
په راپور کې راغلي چې د خلکو بېکاري لوړه شوې، د توکو بیې زياتې شوي چې د خلکو ستونزې يې لا پسې زیاتې کړي دي.