۸صبح، کابل: بېپولې خبریالانو ټولنې(RSF) په غزني او خوست کې د نیول شویو څلورو خبریالانو د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.
دغې ټولنې پنجشنبه د غويي پر ۶مه په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې د خبریالانو نیول کېدل او د ځينو رسنیو پر خپرونو لګول شوي بندیزونه غندلي دي.
په خوست کې د ناز راډيو خبریال اسماعیل سعادت، د اقراء راډیو خبریال وحیدالله معصوم او د ولس غږ راډیو خبریال احسانالله تسل هغه کسان دي چې څو ورځې وړاندې ونیول شول.
له دې وړاندې د طالبانو استخباراتو په غزني کې د ازادۍ راډیو خبریال حبیبالرحمن تاثیر هم نیولی و.
بېپولې خبریالانو ټولنې ویلي: «طالبان خبریالان په ځانګړي ډول هغه خبریالان چې له بهرنیو رسنیو سره کار کوي او د طالبانو رژیم پر سپکاوي تورن دي، موخه ګرځوي او تر خپلسرو نیول کېدو او هر ډول محدودیت لاندې یې راولي.»
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو لس ورځې وړاندې د نور او بریا خصوصي ټلویزیوني شبکو خپرونې وځنډولې.
د بېپولې خبریالانو ټولنې د شمېرو په حواله، په افغانستان کې د ۲۰۲۳ کال په اوږدو کې لږ تر لږه ۲۵ خبریالان نیول شوي چې تېر کال د دغه سازمان د ازادو مطبوعاتو په نوملړ کې د ۱۸۰ هېوادونو په ډله کې ۱۵۲ ځای لري.