۸صبح، کابل: د «بشري حقونو د فعالانو اتحاد» د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) ته په یو استول شوي لیک کې له ګاونډیو هېوادونو د افغان خبریالانو، د بشري حقونو فعالانو، پخوانیو سرتېرو، د پوهنتون استادانو او د ښځو حقونو فعالانو د کډوالۍ ویزو ته د ژر تر ژره رسېدنې او ویستلو غوښتنه کړې ده.
د دغه بنسټ په لیک کې چې یوه کاپي یې ۸صبح ورځپاڼې ترلاسه کړې، راغلي چې دا کسان د خپلې کاري مخینې له کبله د جبري شړلو، ځورونې، تاوتریخوالي او ان مرګ له ګواښونو سره مخ دي.
په لیک کې راغلي چې زیانمنوونکي افغانان له بشري حقونو د دفاع هڅو له کبله څنډې ته کړل شوي او د طالبانو له لوري ځپل کېږي.
په دغه لیک کې لیکل شوي: «اړینه ده چې نړیواله ټولنه د دې کسانو د خوندیتوب او هوساینې او امنیت ډاډمنتیا لپاره ګړندي او پرېکنده ګامونه واخلي او کوم چې پر دوی د برید او ځورونې مسوول دي، حساب کتاب ته راوکاږل شي.»
پر افغانستان د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته، یو شمېر پوځيان، خبریالان او د بشري حقونو فعالان د غچ اخیستنې له وېرې ایران، پاکستان او ځينو نورو هېوادونو ته وتښتېدل.