۸صبح، کابل: د هېواد په سویل ختیځ کې له زلزلې د پنځو ورځو په تېرېدو سره، اوس د سره صلیب نړیوال فدراسیون وایي، چې دغې زلزلې پر ۶۰ زرو کورنیو چې ۲۰۰ زره کسان پکې شاملېږي، اغېزه کړې ده.
د سره صلیب نړیوال فدراسیون دوشنبه د چنګاښ پر ۶ ویلي، چې د نویو موندنو له مخې دغې طبیعې پېښې پر ۲۰۰ زرو کسانو چې ۴۰ سلنه یې ماشومان دي، اغېزه کړې ده.
اخوا، د سره صلیب نړیوال فدراسیون له دې چې په زیانمنو ولایتونو کې دوامداره ورښتونو، د ژغورلو لپاره هڅې له ستونزې سره مخ کړې او نورې طبیعي پېښې لکه د ځمکې ښویېدل او سېلابونو زیاتوي، اندېښنه څرګنده کړې ده.
د سره صلیب نړیوال فدراسیون زیاته کړې: «دا وضعیت په افغانستان کې له شته اوسنیو بشردوستانه ناورینونو سره سم رامنځه کېږي، داسې حال کې چې د افغانستان تر ۵۰ سلنه ډېر وګړي د روانو ناورینونو له امله بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري.»
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې مخکې په پکتیکا او خوست کې د یوې ځواکمنې زلزلې له امله لږ تر لږه ۲ زره کورونه ویجاړ شول او د طالبانو د شمېرو له مخې یو زر او ۱۵۰ تنه مړه شول.