۸صبح، کابل: د امریکا د زلزلې پېژندنې ادارې ویلي چې په کابل او د هېواد په ځينو نورو سیمو کې د ریښتر په کچه پنځه درجې زلزله شوې ده.
دغې زلزلې چهارشنبه د کب پر ۲۳مه د شپې شاوخو ۷:۵۴ دقیقې کابل او ځيني ولایتونو لړزولي دي.
د دغې زلزلې ژوروالی د ځمکې په ۴۴ کیلومترۍ کې اټکل شوی دی.
د زلزلې مرکز د تخار فرخار ولسوالۍ ښودل شوې ده.
د دغې زلزلې ټکانونه د پاکستان، تاجکستان او ازبکستان په ځينو سیمو کې هم احساس شوي دي.
تر دې دمه د دې زلزلې له کبله د اوښتو زیانونو په اړه جزییات نه شته.
د تېرې میاشتې په وروستیو کې هم د ریښتر په کچه پنځه درجې زلزلې د افغانستان، پاکستان او تاجکستان ځينې سیمې لړزولې وې.